د کابل پوهنتون محصلینو ترمنځ د غېږنېونې سیالیو وروستۍ لوبه تر سره شوه

د غېږنېونې سیالیو وروستۍ لوبه د روان کال د لړم میاشتې په ۲۳ د کابل پوهنتون د سپورټ امریت له لوري د ۵۰ غېږنیوونکو تر منځ، چې د ۲۱ پوهنځیو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په مختلفو وزنونو کې د کابل پوهنتون د لوبو په امریت کې جوړه شوه.

د دې سیالیو په پاي لوبه کې د کابل پوهنتون رییس، د يو شمېر پوهنځیو رییسانو او استادانو، د سپورټ امریت او یو زیات شمېر محصلینو په شتون سره د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو او ادارو ۵۰ محصلینو او کارمندانو تر منځ وشوه، چې په پایله کې د دوی له ډلې څخه د دې لوبو لس تنه د لومړي مقام او لس تنه د دویم مقام تر لاسه کولو سره یې وکولای شول د کابل پوهنتون د غېږنیونې منتخب ټیم ته د یو کال لپاره وټاکل شول.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې لوبو د لېدنې پر مهال سپورټ یې د انسان د بدن او روغتیا لپاره ګټور بللو تر څنګ یې د دې پوهنتون د سپورټ امریت څخه د محصلانو ترمنځ د مختلفو لوبو او د دې بنسټ له محصلینو څخه یې د سپورت سره د مینې موخه ستاینه وکړه او د لوبو، د سولې غوښتونکو او خوښي راوړونکو برنامو څخه یې ملاتړ او د دې برنامو په دوام یې تاکید وکړ. نوموړي د دې لوبو په پای کې د پوهنځیو رییسانو او سپورټ امریت سره په ګډه د لوبو ګټونکو ته د لوبو د اتلولي مډالونه ورکړل.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د خپرونو د برخې یو تن کارمند، چې د غېږنيونې سیالی ګډون کوونکی او د دې سیالیو د لومړي مقام ګټونکی وو، د دې لوبو د مدیریت په اړه وایي، د لوبو له بهیر څخه خوښ دی او د دې لوبو له جوړوونکو څخه، چې دوی ته یې د لوبو زمینه برابره کړې وه مننه وکړه. نوموړي د دې پوهنتون له رهبري او سپورټ برخې مسوولینو څخه د دې ډول برنامو د دوام غوښتنه وکړه او دوام یې د محصلینو او نویو ځوانانو د روغتیا، فزیکي رشد او روحي پیاوړتیا او د نشه یي توکو او مسکراتو څخه د خلاصون په برخه کې ګټور او اغېزمن یاد کړ.