د کابل پوهنتون محصل ښاغلي ذبیح الله کجابي د معاصر شعر ټولګه "فریاد از جنس سکوت" هنري اثر مخکتنه وشوه

د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې محصل ښاغلي ذبیح الله کجايي شعري ټولګه "فریاد از جنس سکوت" د روان کال د لړم میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، استادانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنتون په مرکزي تالار کې مخکتنه وشوه.

په پیل کې د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې پوهنځي رییس ښاغلي پوهنیار جمال الدین صابري د دې برنامې ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او د یو محصل د هنري اثر په تخلیق یې خوښي وښوده ویې ویل، په هر شخص کې بدلون په هغه شخص پورې تړلای دی او د هغه اسانه لاره د وخت له بېهوده تېرولو مخنیوی او ګټورو بوختیاوو لکه مطالعه او کتاب لوستنې باندې مصرفېدل دي، چې په خوښي سره د دې اثر لیکوال تل دې مسئلې ته پاملرنه کړې او د نوموړي لپاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون یوې استادې اغلې فرحت خبرې وکړې او د ماشومتوب د دورې کارونه د انسان د ځواني او منځني عمر په شخصت ورکونې کې اغېزمن وښودل او د فریاد از جنس سکوت د کتاب له لیکوال څخه یې، چې کومه پېژندنه درلوده، د ښاغلي کجابي شعر لیکنې وړتیا یې د هغه د ماشومتوب او ځواني دورې د شعر سره د مینې محصول یاد کړ.

وروسته د ځوان شاعر ښاغلي ذبیح الله کجايي د دې اثر لیکوال خبرې وکړې او کتاب مخکتنې برنامې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست تر څنګ یې د خپل ماشومتوب او نوي ځواني د دورې د تېرو زده کړو محدودیتونو او فرصتونو څخه یادونه وکړه او د انسانانو ظرفیت یې نامحدود یاد کړ ویې ویل، تل یې هڅه کړې تر څو هغه څه، چې غواړي ورته ورسیږي او پدې کې بریالی هم وو. ښآغلي کجايي، چې اوس د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې څانګې محصل دی، ارادې ته یې د لاس رسي په اړه وایې، دی «انځورګري»، «خطاطي» او «مینیاتوري» هم کولای شي او تر اوسه پورې په کابل ښار کې د انځورګري په ننداره کې یوه جایزه او بله جایزه یې د دې ښار د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ  په ۱۳۹۵ کال کې د هیواد د پوهنې وزیر له لوري تر لاسه کړې ده. پدې توګه نوموړی «قرآنکریم قاري» هم دی، چې پدې برخه کې هم د کابل ښوونځیو تر منځ د سیالیو په لړ کې یې جایزې تر لاسه کړي ډي او د دې تر څنګ «موسیقی» یې هم خوښيږي.

د "فریاد از جنس سکوت" شعري ټولګه د هیواد د دې ځوان شاعر د زیاتو هڅو په پایله کې په ۱۵۰ پاڼو کې خپره  او د شعر علاقه مندانو په واک کې یې ورکړه.