د کابل پوهنتون رییس د غلامي پای او د هیلو پراختیا په نړۍ وال کنفرانس کې ګډون وکړ

د غلامي پای او د هیلو پراختیا نړۍ وال کنفرانس د بیات رسنیز مرکز له لوري پدې مرکز کې جوړ او د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، په افغانستان کې د آسټرلیا هیواد سفیر ښاغلي جیف توت Geoff Tooth، د بیات رسنیز مرکز رییس او مؤسس ښاغلي احسان الله بیات، د واک فري Walk Free  بنسټ اجرائيوي رییس ښاغلي مورس جین، ښاغلي جاپ وان هاییرن او د هیواد یو شمېر نورو سیاسي څېرو ګډون کړی وو، چې دوه پنله، چې لومړی یې «له اعتراف تر عمل» او دوهم یې « پیاوړتیا، پراخیتا او توان مندي – کارموندنه، نظریه، زده کړه او له سوء استفادې څخه د متضررې ټولنې ژغورنه» وو.

ښاغلي فاروقي په دوهم پنل کې، چې د کابل پوهنتون د موخو او ماموریت په اړه د کارموندنې او تحصیل په برخه کې د حل لارې وړاندې کړې او ویې ویل کابل پوهنتون د یو علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه د یو ځانګړي سټراټيژيک او ملي لیدلوري په درلودو سره، چې د هیواد محصلینو او ځوانانو لپاره د باکیفیته لوړو زده کړو زمینې برابروي، دی او د دې بنسټ ماموریت معیاري لوړو زده کړو ته د ټولنې د ټولو جنسیتي قشرونو لاسرسی لرلو لپاره د زمینې برابرول دي. د کابل پوهنتون د شاګرد محوري، د نتیجې سره مل او د بازار د اړتیا سره لوړې زده کړو د برابرېدو لپاره یې هڅه کړې، چې د ژر کارموندنې زمینه یې د علم او پوهې طلب کوونکو لپاره برابره کړې ده، همدارنګه د شمېرو له مخې د دې بنسټ ۱۰۰ سلنه فارغینو له ډلې څخه ۸۰سلنه یې له دې مرکز څخه د باندې د کار په بازار کې جذبیږي او ۱۵سلنه بیا د دې بنسټ په داخل کې تر فراغت مخکې له دولتي او غیر دولتي بنسټونو او موسسو کې د کار او زده کړو په موخه جذبیږي.

د کابل پوهنتون او د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور د برنامو د پراختیا او پرمختیا لپاره د غوره لوړو زده کړو فرصتونه برابرېدل یې بله موضوع وه، چې ښاغلي فاروقي پرې خبرې وکړې او ویې ویل، کابل پوهنتون په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي ځل لپاره د کریکولم مرکزي کمېټه د بازار د اړتیاوو د څېړنې په موخه د دې بازار د اړتیا مطابق رامنځته کړه تر څو له د معیاري تدریس له لارې وکولای شي  له یو لوري د کار بازار کې یو شمېر ستونزې لري کړي او له بل لوري مو بازار ګټور او نتیجه ورکوونکي واوسي. دې سره په ورته وخت د دې بنسټ د استادانو، کارمندانو او محصلانو د ظرفیت د لوړېدل او په ملي او نړۍ والو اکاډمیکو او تخصصي بنسټونو کې دوی ته د زده کړو فرصت برابر کړی دی تر څو له دې لارې وکولای شو د هغوی له ګټورو او اغېزمنو اندونو څخه د کرېکولم په ترتیب او ګټورو برنامو او د تحصیلي او درسي فرصتونو په وړاندې کولو ورڅخه ګټه پورته کړو.

پوښتنه، کوم موارد په هیوادونو کې له متضررینو د ساتنې پراختیا کې ګټور او لازم دي؟ له ‹لوی ملتونه د لویو تحصیلي سیسټمونو په واسطه روزل او جوړ شوي دي› د ښاغلي فاروقي له لوري ځواب شو، چې نوموړي امکاناتو ته نه لاس رسی، ناامني او د کم عاید یې د افغانستان کارموندونکو پر وړاندې لویه ننګونه وبلله او ویې ویل، له کومه ځایه، چې د هیواد د بچیانو لومړنیو او منځنیو زده کړو کیفیت ته پاملرنه نکیږي، مونږ یې د لوړو زده کړو په حوزه کې د لویو ننګونو شاهدان یو، چې دا د یو لوی او غوره تحصیلي سیسټم پر وړاندې اساسي مانع ده، چې د تحصیلاتو او لومړنیو زده کړو کیفي پراختیا ته زیاته پاملرنه مو دې موخې ته رسوي او په خوښي سره کابل پوهنتون د دې ننګوونو په درک او متضررینو څخه د ساتنې مسئلې ته پاملرنې لپاره ځان آماده کړی تر څو په هیواد کې د یو لوی تحصیلي بنسټ په توګه دې اړتیاوو او نیمګړتیاوو ته ځواب ویوونکی واوسي.

ښاغلي فاروقي د دې کنفرانس په پای کې د لوړو زده کړو پروړاندې ننګونو او حل لارو باندې خبرې وکړې ویې ویل، بې کیفیته لوړې زده کړې له بې کیفیته کتابونو څخه نه بلکې له بې کیفیته مربیانو، استادانو او بې کیفیته پروفیسورانو څخه سرچینه اخلي، چې په خواشيني سره تر اوسه پورې د هیواد په کچه د ظرفیتونو روزنې او پرمختیا ته پاملرنه نده شوې. همدارنګه په افغانستان کې د ۶۲۰۰ استادانو له ډلې څخه تر ۱۰ سلنه کم یې د  PhDتر کچې پورې لوړې لري، چې دا د دې سبب شوي تر څو د هیواد د لوړو زده کړو سیسټم د کارګر او د کارڅښتن تولید کړي. نوموړي د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو استادانو لپاره د ظرفیت جوړونې ته جدي پاملرنه، لوړې پیداګوژي برخې ته پاملرنه او د بازار اړتیا ته په کتو د کریکولم موادو بدلون او د هغه صنعتي کېدل، چې د هیواد د کار بازار د اړتیا ځواب ویونکی واوسي او له بل لوري په هغه کې د استادانو رول مهم وي، همدارانګه په فزیکي سرچینو پانګونه، له بل لوري یې د باکیفیته خصوصي تحصیلي سکټور ته پاملرنه د بې بنسټه شهرت په عوض او بې بنسټه او د بې فایدو لارښوونو اصول، په هیواد کې د منل شوي تحصیلي نظام پیاوړتیا کې د ګټور، منل شوي نظام ته پاملرنه یې په ګوته کړه. همدارنګه نوموړي د لوړو زده ګړو او دولتي بنسټونو د کیفیت بنسټیز او اساسي ښه والۍ او د دولتي بنسټونو د استقلالیت په ترلاسه کولو کې له بیروکراتیکو مصیبتونو څخه خلاصون، د بودجې او کافي امکاناتو شتون او په بنسټونو کې د لازمې تصمیم نیونې صلاحیتونو شتون کولای شي د افغانستان تحصیلي نظام سم کړي.

د دې نړۍ وال کنفرانس تصویري کلیفونه د بیات بنسټ رسنیز مرکز او د دې بنسټ په انټرنیټي سایټونو کې هم خپاره شوي او مینه وال ورته لاسرسی لري.