په کابل پوهنتون کې د تبعیض، جنسي زورونې پالیسي او د جندر ستراتیژي په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

د تبعیض، جنسي زورونې پالیسي او د جندر ستراتیژي په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپ د روان کال د لړم میاشتې په ۲۰نېټه د لوړو زده کړو وزارت د جندر آمریت له لوري د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې جوړ شو.

پدې ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون د مختلفو ادارو یو شمېر مسوولینو ګډون کړی وو، چې په لوړو زده کړو وزارت کې د جندر چارو پرمختګ، د جنسي زورونې او آزار د منعې پالیسي، کلیات او د جندر ستراتيژي او په کاري چاپیریال کې د آزار او زورونې منعه کولو په هکله خبرې او پرېزنټېشنونه د لوړو زده وزارت د بشري منابعو رییس ښاغلي مصطفی نیکزارد، کابل پوهنتون د بشري منابعو آمر ښاغلي سید ولي سیدا، د لوړو زده کړو وزارت د جندر امرې اغلې ملکې قاسمي او د اړوندو برخو مدیرانوله لوري وړاندې او پرې خبرې وشوې.

دا یاد ورکشاپ د روان کال د دوشنبې په ورځ د سهار په ۹بجو پیل او تر اغېزمنو او ګتورو بحثونو وروسته د تر غرمې وروسته ۳:۳۰ پایته ورسېده.