په کابل پوهنتون کې د میلادالنبي (ص ) د ورځې څخه نمانځنه شوه

د روان کال د لړم میاشتې ۱۹ نېټه د افغانستان په جنتري کې د میلاد النبي مبارکې ورځې په خاطر عمومي رخصتي ذکر شوې، چې د دې لویې ورځې د درناوې په موخه د کابل پوهنتون د اروا پوهنې پوهنځي د محصلینو په نوښت له دې ورځې څخه د یادونې په موخه د کابل پوهنتون په مرکزي ايډيټوریم کې برنامه جوړه شوې وه.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس، د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې، د پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی وو، چې غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتو سره پیل، ملي سرود وغږول شو او وروسته ویناوې پیل شوې.

په  پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي حضرت محمد ص د بشري تاریخ لوی او اغېزمن شخصیت په توګه یاد کړ او د هغه د پیدایښت ورځې مبارکي یې وویله. ښاغلي فاروقي د نوموړي د ژوند په مختلفو برخو او اړخونو خبرې وکړې او د ناستې له حاضرینو یې وغوښتول تر څو د ژوند په ټولو برخو کې د انحضرت (ص) کارونه او کړنې د خپلو کارونو ته په سر کې ځای ورکړي تر څو ارامه او خوشاله ژوند ولري.

وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دوکتورې تفسیرې هاشمي، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهندوی ستار الدین صدیقي او د شرعیاو پوهنځي استاد ښاغلي دوکتور محمد ایاز نیازي هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې او د اسلام ستر پیغمبر ص د سیرت، اخلاقو، اداب، کړنو څخه په پیروي یې تاکید وکړ او هغه ته د ژوند په ټولو چارو کې د الګو په څېر ځای ورکړي او د نوموړي د پيدایښت ورځې مبارکي یې حاضرینو، د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورکړه.

د دې عظیمي غونډې په بله برخه کې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو دوه تنو محصلینو د اسلام د ستر پیغمبر ص د پیدايښت په اړه لیکل شوې مقالې ولوستلې او  د دې برنامې په وروستي برخه کې د انحضرت ص د ژوند په  اړه هنري ننداره وړاندې او د هغه له سیرت څخه په الګو اخیستنې پایته ورسېده.