په کابل پوهنتون کې د افغاني تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د روان کال د لړم په ۲۰ نېټه د دوشنبې په ورځ " د افغاني محصولاتو نندارتون" تر عنوان لاندې له کابل پوهنتون سره په همکاري د هوشمند تجارتي مجلې له لوري د کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ او  د هیواد ځوان تولیدوونکو د هڅونې په موخه د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چاپیریال کې د درې ورځو لپاره پرانېستې وه.

د دې نندارتون په لومړۍ ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د پوهنتون مرستیالانو، د دې پوهنتون د پوهنځیو رییسان، استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره مل وه، چې لیدونکو د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه او د ځوان قشر نوښتونو څخه د ستاینې ترڅنګ یې له دې نندارتون څخه د اړتیا وړ توکي هم وپېرل.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې نندارتون په پرانیسته کې یې د دې نندارتون د مسوولینو له هڅو، چې پدې نوښت یې د هیواد ځوان او محصل قشر لپاره د ارزښت وړ اسانتیاوې برابرې کړي مننه او ستاینه وکړه او دا یې د ځوان کار ورکوونکو او کسبه کارانو د تشویق په برخه کې مهم ګام وباله، چې کولای شي د هیواد نورو ځوانانو لپاره د کار په پیدا کولو کې هڅوونکي او انګېزه ورکوونکې واوسي.

پدې نندارتون کې لاسي صنایع او سیمه ییز کالي، سوداګریزې او علمي مجلې، کرنیز محصولات لکه زعفران، چای او درمل، سینګاري مواد، چاپي دستګاوې، غذايي محصولات، د څښاک او غېر الکولي مواد نندارې ته وړاندې شوي وو، په پام کې ده تر درې ورځو پورې د استادانو، کارکوونکو او محصلینو پر مخ د ليدو او خپلو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه پرانیستي وي.

هوشمند سوداګریزه مجله د اعلانونو د راټولونې او چاپ په موخه د کورنیو تولیداتو په هکله عامه پوهاوی او معلومات خپروي، چې د دوی د مسوولینو په وینا په پام کې ده په راتلونکو میاشتو کې دا ډول برنامې په ولایتونو او د افغانستان له پولو بهر په نورو هیوادونو کې هم جوړ کړي.