په کابل پوهنتون کې د اسلامي او تاریخي انځورګري نندارتون جوړ شو

کابل پوهنتون د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳ تر ۱۶ نېټې پورې د دې پوهنتون اړوند د ښکلو هنرونو پوهنځي استادانو او محصلینو لسګونه د ارزښت وړ انځورونه نندارې ته وړاندې کړل، چې په تاریخي او اسلامي دورو پورې اړوند انځورونه وو، چې دا نندارتون " اسلامي او تاریخي انځوریز نندارتون" په نوم وو.

دا نندارتون د روان  کال د لړم میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال او د مختلفو برخو رییسانو، د دې پوهنتون د پوهنځيو رییسانو، استادانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنځي د پوهاند محمد نعیم فرهان په تالار کې پرانیستل شو او د درې ورځو لپاره د زرګونو لیدونکو پر مخ پرانیستی وو.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې نندارتون په پرانیسته کې خبرې وکړې او کابل پوهنتون ته یې ټولو میلمنو او ګډون کوونکو ته یې ښه راغلاست وویل او د دې نندارتون د جوړېدو په موخه یې د ښکلو هنرونو پوهنځي له مسوولینو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي پدې غونډه کې هنر په ځانګړي توګه انځور یې د ذهنې انعطاف مننې او د ټولنې د مثبت فکر ورکوونې او په ټولنیزو واقعیتونو، عواطفو او احساساتو او مثبتو فکرونو په برخه کې ګټور او اغېزمن وباله. نوموړي تاکید وکړ، چې داسې برنامې دوام ومومي او لدې لارې د دې بنسټ استادانو او محصلینو زحمتونه او کړنې نندارې ته وړاندې شي.

 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دوکتور احمد سیر مهجور، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس ښاغلي سمیع الله نبي پور د دې برنامې نور وینا وال وو، چې هر یو له خپل لیدلوري هنر د احساساتو او ټولنیزو واقعیتونو او د انسان د ناویلو خبرو بیان وباله او د دې ډول برنامو د دوام او ملاتړ باندې تاکید او تعهد وکړ.

د دې برنامې په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال او د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس او استادانو او د هیواد یو شمېر پېژندل شوو هنرمندو څېرو له لوري، چې د ښکلو هنرونو پوهنځي استاد له لوري نقاشي شوی وو ورکړل شوه او وروسته د پتۍ ترې پرې کېدو دا نندارتون په رسمي ډول د درې ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ د دې پوهنتون د ښکلو هنرونو چاپېریال کې پرانیستل شوه.

د ښکلو هنرونو پوهنځی په ۷ مختلفو هنري څانګو په لرلو سره د کابل پوهنتون یو له مهمو پوهنځیو څخه شمېرل کیږي، چې هر کال د کنفرانسونو، جشنونو او نندارتونونو په جوړولو سره د زیاتو هیوادوالو د پام وړ ګرځي.