د کابل پوهنتون رییس د ټولنیزو علومو پوهنځي د شپې ټولګیو څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د لړم میاشتې په ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د شپې ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه یې هم و ارزول.

پدې لیدنه کې، چې د ټولنیزو علومو پوهنځي مسوولینو د ښاغلي فاروقي صیب ملتیا کوله او د کابل پوهنتون رییس د دې پوهنځي د شپې ټولګیو ته لاړه او د مسوولینو او  د شپې ټولګیو محصلینو ستونزې، نیوکې او وړاندیزونه یې واورېدل او د یادو موضوعاتو اړوند یې خپل نظر له دوی سره شریک کړ. پدې لیدینه کې یې د نظم او ډیسپلین، د استادانو مسوولیتونو، د محصلینو مکلفیتونو او د شپې برخې محصلینو د سمسټر فیس په مسایلو، چې له یوې مودې راهیسې په یو شمېر ټولنیزو او چاپي رسنیو کې یو شمېر بې بنسټه اتهامات او اعتراضونه لاس په لاس کېدل، اړینې خبرې وشوې او ښاغلي فاروقي پورته ذکر شوو مسایلو ته په رسېدنې تاکید او تعهد وکړ.

د یادونې وړ ده، چې کابل پوهنتون دوه ټایمه ورځې او شپې کې د زرګونو نجونو او هلکانو محصلینو په درلودلو سره د زده کړې په موخه په مختلفو څانګو کې محصلین جذبوي او د ټولو لپاره یو ډول خدمتونه وړاندې کوي.