د کابل پوهنتون رییس په کابل کې د مصر سفارت له قنسول سره وکتل

په کابل کې د مصر سفارت قنسول او مل پلاوي کابل پوهنتون ریاست کې د کابل پوهنتون له رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي سره ولیدل او دواړو لورو په یو شمېر موضوعاتو خبرې او نظرونه شریک کړل.

دا لیدنه د روان کال دلړم میاشتې په ۱۴ نېټه د کابل پوهنتون رییس، د مصر سفارت پخواني او نوي قنسول د مصر هیواد درې تنه شیخان او د الازهر پوهنتون پروفیسورانو په ګډون جوړه شوې وه، په پیل کې په کابل کې د مصر سفرت قنسول د کابل پوهنتون او مصر الازهر پوهنتون تر منځ د علمي همکاریو هوکړه لیک، د دې دواړو تاریخي بنسټونو او کابل پوهنتون د افغانستان یو د پېژندل شوي علمي بنسټ په توګه د هغه هیواد او خلکو په وړاندې پېژندل شوي بنسټ په توګه یاد کړ. نوموړي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون محصلینو لپاره د عربي ژبې د زده کړې مختلفې دورې، د افغانستان د محصلینو لپاره د مصر هیواد د مختلفو پوهنتونو د ماسټري او PhD بورسیو وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو د زیاتو همکاریو په برابرولو تاکید او تعهد وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې پوهنتون ریاست دفتر کې هغوی ته ښه راغلاست ووایه او د همکاریو لدې وړاندیز څخه د استقبال تر څنګ یې د دواړو مصر او افغانستان هیوادونو تر منځ په نیکو اړیکو خوښي وښوده او د مصر هیواد یې د اسلامي هیوادونو په کچه یو مهم هیواد یاد کړ. ښاغلي فاروقي د الازهر پوهنتون څخه د خپلې لیدنې څخه یادونه وکړه، د الازهر پوهنتون یې د پوهه نسل په روزنه، په اسلامي هیوادونو کې د علم په خپرولو کې مهم یاد کړ او د دې بنسټ د فارغینو افکار پرانیستي او د هیوادونو لپاره یې ګټور وبلل.

د دې ناستې په دوام دواړو لورو د سید جمال الدین افغاني او موسی شفیق له کړنو او شخصیتونو څخه یادونه او د دوی پاک روح ته دعا وکړه او د دې ناستې څخه وروسته د مصر سفارت مسوولینو د کابل پوهنتون په انګړ کې د سید جمال الدین افغاني له مقبرې او د دې تر څنګ یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادبیاتو له څانګې څخه لیدنه وکړه.

مصر د اسلامي هیوادونو تر منځ د یو مهم هیواد په توګه د سفارت او ښوونیزو او تحصیلي شبکو د لرلو ترڅنګ له افغانستان سره هم نورې ډول- ډول اړیکې په ځانګړې توګه ښوونیزو او روزنیزې برخو کې لري.