د کابل پوهنتون رییس د اوسلو میترو پولیتن پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي او د ناروې ژبپوهنې بنسټ له مسوولینو سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲ نېټه د یک شنبې په ورځ د ناروې هیواد د اوسلو میترو پولیتن پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استادې اغلې الیزابیت ایدي او ددې هیواد د ژبپوهنې بنسټ له استازي ښاغلي اماند بیورینس سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې او نظرونه شریک کړل.

پدې لیدنه کې اغلې الیزابیت ایدي او ښاغلي بیورینس له افغانستان سره د خپل هیواد له اړیکو څخه یادونه وکړه او په کلتوري، ژبپوهنې، ټولنیزو علومو، لرغونپېژندنې او ژورنالیزم په برخو کې د زیاتو همکاریو د زمینې د برابرولو غوښتونکي شول او همدارنګه د لرغون پېژندنې، فونولوژي او دوه اړخېزو څېړنو په برخه کې د کابل پوهنتون د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې او زده کړو په برخه کې د همکاریو د زمینې د برابرولو څخه یې یادونه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د ناروي هیواد راغلي هئیت ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کابل پوهنتون او ناروې اوسلو پوهنتون ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پراختیا خوښي وښوده ویې ویل، کابل پوهنتون پدې برخه کې هر ډول همکاري ته تیار دی او له دې وړاندیز څخه هم استقبال کوي. ښاغلي فاروقي په مختلفو برخو کې ناروې هیواد د افغانستان همکارو هیوادونو څخه یاد او له افغانستان سره یې د دې هیواد همیشنیو همکاریو څخه ستاینه وکړه.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو د همکاریو د هوکړه لیک په چوکاټ او د اوسلو او کابل پوهنتونونو تر منځ د علمي- کلتوري همکاریو د هوکړه لیک په لاسلیک تاکید او تعهد وکړ.