د کابل پوهنتون محصلینو لپاره د آزادۍ راډیو له لوري د وړیا انټرنټي خدمتونو د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

د آزادي راډیو مسوولینو د کابل پوهنتون ریاست کې د دې پوهنتون محصلینو لپاره په مرکزي کتابتون، د هلکانو لیلیه او نجونو په لیلیه کې وړیا انترنیټي خدمتونو په موخه د دې بنسټ له ریاست سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د همکاریو دا ناسته د روان کال د لړم میاشتې په ۱۳ د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون ریاست دفتر کې جوړه شوه، چې په پیل کې د آزادي راډیو د دفتر رییس ښاغلي دوکتور سمیع مهدي خبرې وکړې او ویې ویل په اوسني وخت کې انټرنټ په علمي څېړنو او محصل محوره څېړنو کې له جدي او بنسټیزو اړتیاوو په ټولو هیوادونو کې شمېرل کیږي او آزادي راډیو دې د اړتیا وړ پدیدې ته په چټکه او پر وخت د محصلینو لاسرسۍ، د کابل پوهنتون محصلینو ته له ملي او نړۍ والو منابعو څخه د اړتیا وړ او زیاتې ګټې اخیستو په موخه د هوکړه لیک د لاسلیک غوښتونکی دی.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي کابل پوهنتون ته د آزداي راډیو مسوولینو راتګ ته ښه راغلاست وویل او د همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک وړاندیز څخه یې استقبال وکړ او د انټرنټ د اهمیت او اړتیا، اطلاعات او ټکنالوژي او د دې لوی علمي بنسټ د محصلینو او څېړونکو لپاره دانټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د دې پوهنتون د مسوولینو علاقه مندي وښوده. ښاغلي فاروقي د پیام رسولو په برخه کې د آزادي راډیو رول یې د تېرو کلونو په اوږدو کې د معلوماتو رسولو او کلتور جوړونه کې مهم یادولو ترڅنګ یې د دې بنسټ له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو له خپلو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره د اړیکو او ژورنالیزم محصلینو لپاره د زده کړې او کاري موقع زمینه برابره او د دې پوهنتون نورو اړوندو څانګو، چې په رسنیزو کارونو پورې اړه ولري همکاري و نسپموي او له دې لارې افغانانو ته د خدمت جوګه شي.

د دې لیدنې په پای کې د هوکړه لیک متن، چې پخوا څخه آماده شوی وو د دواړو بنسټونو اداري مرستیالانو له لوري لاسلیک شو او پدې توګه به تر راتلونکو لسو ورځو د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون، د هلکانو او نجونو په لیلیو کې وړیا وای فای انټرنټ سیسټم فعال کړي.