په کابل پوهنتون کې د استاد حیدري وجودي د اتیایمې کلیزې په ویاړ د کتاب نندارتون جوړ شو

د روان کال د لړم له ۶ تر ۹ نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د شاعر او لیکوال استاد حیدري وجودي د زوکړې د اتیایمې کلیزې په ویاړ د کتابونو نندارتون په کابل پوهنتون کې د دې پوهنتون د کلتوري شورا په نوښت او د کتاب ښار کلتوري مرکز په همکاري جوړ شوی وو.

د دې نندارتون په پرانیسته کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې جوړ شو، چې پدې کې د مختلفو برخو لکه د هنر، فلسفې، ادبیاتو، ټولنپېژندنه او نورو څانګو په ګډون زرګونه عنوانه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو. دې نندارتون ته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارمندانو او د دې پوهنتون زیات شمېر محصلینو ګډون کړی وو.

د دې نندارتون مسوولینو تر اوسه د کابل پوهنتون او د کابل په کچه له یو شمېر نورو بنسټونو او کلتوري مرکزونو سره برنامې جوړې کړي دي، د دې نندارتون جوړونه یې محصلینو ته په ارزانه بیه د کتاب ورکړه او د هیواد محصلینو ته په ټیټه بیه د کتاب ورکړه او د ځوانانو او لوستو کسانو تر منځ یې د مطالعې دودول په ګوته کړي وو.

استاد حیدري وجودي د هیواد پېژندل شوی شاعر او لیکوال دی، چې د ژوند مختلفې برخې یې په تدریس، کلتوري فعالیتونو او رون اندي تېرې کړي او همدارنګه د څو مختلفو عنوانونو ادبي او شعر کتابونو خاوند هم دی.

د یادونې وړ ده، چې له یاد څلور ورځیني نندارتون څخه په زرګونه عنوانه کتابونه د کتاب او مطالعې مینه والو واخیستل.