د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې د استاد مهتاب الدین زبردست فاتحه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲ د یکشنبې په ورځ د دې پوهنځي ریاست کې د یوې غونډې په لړ کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د پوهنځیو رییسانو او د ښکلو هنرونو پوهنځي مسوولینو او استادانو په ګډون د ارواښاد استاد مهتاب الدین زبردست روح ته دعا کول او فاتحه واخیستل.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د استاد زبردست روح ته تر دعا وروسته، نوموړی یې د هیواد د هنر په برخه کې یو تلپاتې څېره یاده کړه او د نوموړي مړينه یې د هیواد اکاډمیکې ټولنې او لوړو زده کړو په ځانګړې توګه د هنر او کلتور برخې ته یې لویه ضایع یاده کړه.

استاد مهتاب الدین، چې په ۱۳۳۶ کال کې د پنجشیر ولایت په رخه ولسوالي کې نړۍ ته سترګې غړولې وې، تر ښوونځي وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته بریالی شو او تر زده کړو وروسته په ۱۳۶۲ کال د غوايي میاشتې په درېمه پدې پوهنتون کې په دنده وګمارل شو. وروسته تر ۳۶ کاله تدریسه د ۶۲ کالو په عمر وفات او له نوموړي لسګونه باارزښته نقاشي، خطاطي، حکاکي او ګرافيکي هنري اثار پاتې شول.