د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په افغاستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) استوګن استازي سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د لړم په ۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي ادارې له استازي ښاغلي عبدالله الدردري سره په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي دوکتور محمد نعیم عظیمي هم شتون درلود، د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د دې لیدنې په پیل کې ښاغلي الدردري د کابل پوهنتون رییس سره د لیدنې د زمینې د برابرولو څخه مننه وکړه او په پنځو برخو د جندر ماسټري، د پراختیايي اقتصاد په برخه کې د ګډې ماسټري رامنځته کول، د کمي اقتصاد په برخه کې د باالقوه متخصصیونو ډلې رامنځته کول، په کابل پوهنتون کې سټرکچر اقتصاد پراختیايي برخه کې همکاري، د تلپاتې پرمختیايي برخه کې د ظرفیت رامنځته کول او پدې برخه کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د متخصیصینو روزنه، په کابل پوهنتون کې د نړۍ والو کنفرانسونو جوړول، د لوی اقتصاد د پالیسي د ترتیب په برخه کې پدې پوهنتون کې د نړۍ والو متخصصینو شتون لپاره د زمینې برابرولو موضوعا ګانو یې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون له ریاست څخه یې وغوښتل تر څو د دې پوهنتون یو شمېر محصلین د دې ادارې په کلنیو ملي راپورونو په څېړنیزو ډلو کې شتون په موخه معرفي او د ملګرو ملتونو په نورو پرمختیایي برنامو (UNDP) کې خپل غړیتوب ته ځان اماده او دې بنسټ ته معرفي شي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي ښاغلي الدردري ته د کابل پوهنتون ریاست ته ښه راغلاست وویل، له کابل پوهنتون یې د ملګرو ملتونو(UNDP) او نورو نړۍ والو ادارو همکاري څخه د یادونې تر څنګ یې ترې مننه وکړه او د کابل پوهنتون او ملګرو ملتونو تر منځ په مختلفو ګډو علمي او کاري برخو کې په همکاریو خوښي وښوده. ښاغلي فاروقي وویل، کابل پوهنتون او د دې بنسټ محصلین دې برنامو په ځانګړې توګه د پراختیايي اقتصاد برخې ته زیاته اړتیا لري او د اسانتیاوو، مالي همکاریو او نورو امکاناتو د غوښتنې په برخه کې یې ویل، کابل پوهنتون پدې برنامو کې هر ډول همکاريو ته اماده دی.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو پدې ګډو برنامو د همکاریو تعهد وکړ او تر راتلونکې لیدنې دواړو لورو د امکاناتو مطالعې په برخه کې هڅې او د زمینو د برابرولو وعده وکړه.