د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په کابل کې د قزاقستان جمهوریت د سفیر مرستیال او د سفارت د سیاسي برخې له رییس سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په کابل کې د قزاقستان جمهوریت د سفیر مرستیال او د سفارت د سیاسي برخې رییس ښاغلي الماس توسییژانوف سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.

دا لیدنه، چې د لوړو زده کړو وزارت دوه تنه استازو هم شتون درلود د روان کال د لړم میاشې په ۷ نېټه د کابل پوهنتون ریاست په دفتر کې تر سره شوه، په پیل کې د قزاقستان جمهوریت سفارت د سیاسي برخې رییس ښاغلي الماس توسييژانوف د دې لیدنې د زمينې په برابرېدو یې خوښي وښوده، د دواړو هیوادونو تر منځ یې په ملي کچه د ژورو ډول- ډول اړیکو په ځانګړې توګه په کلتوري، علمي مسایلو او د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د محصلینو او استادانو تبادله څخه یې یادونه وکړه او ویې ویل اجازه راکړئ، چې د دواړو هیوادونو د همکاریو د پراختیا او ژوروالي په موخه په کابل پوهنتون کې د قزاقستاني ژبې د رامنځته کولو په برخه کې مطالعه ولرو.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون ریاست ته د ښاغلي الماس توسییژانوف راتګ ته راغلاست وویل او د قزاقستان هیواد له مختلفو برخو څخه د لیدنې، زیات پرمختګ، د دواړو هیوادونو ګډ کلتوري ټکو، د دواړو هیوادونو پوهنتونونو ترمنځ د استاد او محصل تبادله په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون او قزاقستان الفارابي ملي پوهنتون ترمنځ یې یادونه وکړه. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په لړ کې د افغانستان د محصلینو د رضاکارانه او اغېزمن رول، چې د ستاسو د هیواد د پوهنتونونو د برنامې په ځانګړې توګه د ورېښمو لارې پوهنتونونو اسامبلې په کنفرانس کې، په کابل پوهنتون کې یې د قزاقستاني ژبې څانګې د جوړولو د غوښتنې څخه یې استقبال وکړ او هغه یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې مهمې وبللې. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د قزاقستان جمهوریت د الفارابي ملي پوهنتون او نورو پوهنتونونو کې د پښتو او دري ژبو د څانګو د جوړولو هیله وښوده او همدارنګه د دواړو هیوادونو تر منځ یې سوداګري یوه جدي اړتیا ده زمینه برابره شي تر څو دوه اړخیزه علمي- کلتوري اړیکي او ملاتړ همدارنګه دوام ولري.

د قزاقستان جمهوریت د افغانستان د سیمه ييزو متحدانو او همکارانو څخه شمېرل کیږي، چې د افغانستان د وګړو سره زیاتې کلتوري، ټولنیزې او ژبني مشترکات او له یاد هیواد سره ډول – ډول علمي او کلتوري اړیکې هم لري.