د کابل پوهنتون ریاست په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځوانانو د ټاکل شوي استازې ستاینه وکړه

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍ والو اړیکو څانګې د درېم ټولګې محصلې عایشه خرم څخه دروان کال د لړم په ۶ نېټه د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال مسعود پیروزي، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، د اندېشه ورانو موسسې (Afghans for Progressive Thinking - APT) رییسې اغلې صوفیا رامیار، د افغانستان د ځوانانو ټاکل شوې استازې اغلې عایشې خرم، د محصلینو اتحادیې رییس امید مهریار، د کابل پوهنتون د کارمندانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنتون په علمي شورا کې جوړه شوې غونډه کې ستاینه وشوه.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځوانانو د استازې په توګه د اغلې عایشې خرم ټاکل یې هغې، ټولې کورنۍ او د هیواد دې لوی علمي او ویاړلي بنسټ ته مبارک ووایه او دا یې یوه غوره ټاکنه وبلله. نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې ملګرو ملتونو او د هیوادونو مشرانو ته د افغانستان ځوانانو ریښتیني غږ په رسولو تاکید وکړ او له مېرمن خرم څخه یې وغوښتل، چې د دې مسوولیت تر لاسه کولو سره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو او د اکثریت محرومو ولې د هیواد د زړورو او ازادي غوښتونکو ځوانانو او نوي ځوانانو وړ استازيتوب ولري، د کابل پوهنتون ویاړونه او وړتیاوې زیاتې کړي او په پای کې یې نوموړې ته د خپلو مسوولیتو پرمخ وړلو برخه کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د اندېشه ورانو موسسې رییسې اغلې مېرمن صوفیا رامیار په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځوانانو د استازي په ټاکنه خبرې وکړې او پدې برخه کې یې  کابل پوهنتون له همکاریو مننه وکړه.

وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځوانانو استازې اغلې مېرمن عایشې خرم خبرې وکړې او د کابل پوهنتون رهبري هئیت، د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مسوولانو او استادانو څخه یې د دوی د غوره تدریس او د دې علمي بنسټ د محصلینو له ملاتړ څخه مننه وکړه او د دې مسوولیت په سم تر سره کولو کې یې تعهد وکړ. په پای کې هغه ستاینلیک، چې د کابل پوهنتون ریاست له لوري ترتیب شوی وو د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له لوري اغلې خرم ته ورکړل شو.

عایشه خرم د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر څخه د یو کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې په توګه وټاکل شوه. د دې مقام، چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا عمومي غونډې ته د خپلو هم نسلانو د غږ رسول دي، له ټول هیواد څخه ۸۰ تنو ځوانانو د یو انلاین اپلیکشن  له لارې ځانونه نومولي وو، چې په پایله کې د روان کال د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوناما دفتر رییس، په کابل کې د فرانسې سفیر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د اندېشه ورانو موسسې (APT)  رییسې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د درې فاینلستونو تر منځ اغلې عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د هیواد د ځوانانو د استازي په توګه د یو کال لپاره وټاکله.