د کابل پوهنتون رییس د دې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له مسوولینو سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د لړم میاشتې په ۶ نېټه د دوشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له مسوولینو وکتل او د دې پوهنځي درسي او اداري ستونزې یې وارزولې او پدې اړه یې خبرې او بحث وکړ.

پدې لیدنه او کتنه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دکتور محمد نعیم عظیمي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل محمد اسلم نسیمي، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو استادانو شتون درلود. په پیل کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي خبرې پیل کړې او د دې پوهنځي تدریسي، اداري او استادانو او محصلینو پورې اړوندو مسایلو، درسي کريکولم او د دې پوهنځي د استادانو درسي کرېډټ، د چارو په سمه توګه پر تر سره کولو او محصلینو ته د ورځې اړتیا ته په کتو تدریس باندې یې تاکید وکړ. ښاغلي فاروقي د پوهنځي له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو د دې پوهنځي د ستونزو په له منځه وړلو، درسي کیفیت غوره والي او محصلینو لپاره د باکیفیته تدریس لپاره زیاته هڅه وکړي او تر پخوا څخه زیات خپل مسوولیت تر سره کړي.

پدې ناسته کې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي هم خبرې وکړې او د خپلو خبرو په لړ کې یې د دې پوهنځي د پوهنتون شموله څانګو اړتیاوو ته د رسېدو مطابق یې خپل نظریات څرګند کړل او د دې پوهنځي له مسوولینو څخه یې وغوښتل تر څو د درسي کیفیت د غوره والي زمینې برابرولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.

وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس ښاغلي محمد اسلم نسیمي، د انګلیسي څانګې او پدې ناسته کې حاضرو استادانو هر یو په خپل وار سره په اړونده موضوع  خبرې وکړې او د دې ستونزو په له منځه وړلو کې یې د کابل پوهنتون رهبري هئیت د پاملرنې غوښتنه وکړه او تر پخوا څخه یې زیات په ریښتیني ډول د خپلو مسوولیتونو د سرته رسولو وعده وکړه.