کابل پوهنتون کې د زراعت پوهنځي تفریحي پارک پرانیستل شو

د انجنیر محمد شهاب حکیمي تفریحي او زراعتي پارک، چې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د ځنګلونو څانګې استاد او د MDC ماین پاکي موسسې رییس له لوري د دوه میلیونه افغانیو په شخصي لګښت جوړ او نن د روان کال د لړم په ۵ نېټه د یک شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او مالي او اداري مرستیال، د پوهنځيو رییسانو، استادانو، علمي شخصیتونو، مدني فعالانو او د کابل پوهنتون محصلینو په شتون کې د دې پوهنتون په انګړ کې د کرنې پوهنځي تفریحي پارک په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې برنامې د ویناوال په توګه یې په پیل کې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د ښاغلي استاد انجنیر شهاب حکیمي د سخاوت، د پوهنځي له ریاست او استادانو څخه د دې پارک په جوړولو او د دې پوهنځي او کابل پوهنتون مخکینیو مسوولینو نه هېرېدونکو کړنو څخه مننه او ستاینه وکړه. ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون د پراختیايي برنامو پر وړاندې ځینو بودجوي محدودیتونو او ننګوونو ته په اشاره هیله وښوده، چې د دې ریاست په وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ د دې پوهنتون د استقلالیت او بې له قید او شرط د خیرو خلکو او بنسټونو  همکاریو جلب سره به یې د پوهنتون مادي او معنوي پراختیاوي هیوادنی مسوولیت تر سره کړی وي، چې بې له شکه دا ټول د دې بنسټ په دې محدوده بودجه د امکان وړ ندي، چې شته ستونزې لرې او پرمختیاوي او علمي مسایلو ته زیاته پاملرنه وشي.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د څانګې استاد او د MDC ماین پاکي موسسې رییس ښاغلي انجنیر محمد شهاب حکیمي، چې د دې پارک بنسټ ګر دی، د دې مرستې موخه یې د محصلینو او د کابل پوهنتون مراجعینو په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځي روحي ارامتیا او د محصلینو لپاره د یوې مناسبې فضاء او مکان رامنځته کول او د محصلینو ترمنځ یې د علمي، همپالنې او یو بل منلو کلتور دودول یاد کړل. ښاغلي حکیمي د خپلو خبرو په پای کې د پوهنتون د رهبري شورا څخه، چې دا پارک یې د نوموړي په نوم نومولای دی مننه وکړه، وعده یې وکړه، د کرنې پوهنځي اړوند دې پارک ته به پراختیا، د موزیم جوړول او د کرنیز، نباتي، حیوناتو او حشراتو نندارتونو په برخه کې به د زمینې د برابرولو په برخه کې هڅه وکړي.

وروسته د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند غلام رسول فیضي خبرې وکړې او د دې پارک په جوړلو کې یې د انجنیر محمد شهاب حکیمي څخه ستاینه وکړه او د دې پوهنځي له څو کلنو لاسته راوړنو، چې عبارت دي له: د کرنې پوهنځي اړوند سړک قیر، د دې پوهنځي د حیواناتو لپاره د طویله جوړول، د لابراتوار ترمیم او پرانیستنه، د دې پوهنځي د محصلینو د اړتیا وړ تشنابونو جوړول او ... د کرنې پوهنځي د مسوولانو او استادانو د ګډې او همکاري او د لګښت څخه هم یادونه وکړه. همدارنګه د پوهنځي رییس د ښاغلي استاد حبیبي له سخاوتمندانه مرستې څخه، چې د دې پوهنځي اړوند یې صحرايي تشنابونه په داوطلبانه توګه جوړ کړي دي مننه وکړه.

د څنګلونو او طبیعي سرچینو څانګې آمر پوهنوال نثار احمد کوهستاني، مېرمن زهرا مددي، عمران توري، ویان احمد احمدي او محمد مصطفی شیرزاد هم د دې برنامې ویناوال وو، چې هر یو په خپل وار سره په پدې برنامه کې د وړاندې شوي مستند فلم، د ځنګلونو د ساتنې او طبیعي سرچینو ساتنه او په ورزشي او کمپیوټري علومو په برخه کې د محصلینو په رضاکارانه فعالیتونو خبرې وکړې.