د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د دې شورا د غړو په ګډون د بحث وړ په ۸ موضوع ګانو د خبرو په موخه د روان کال د لړم په ۵ نېټه د یک شنبې په ورځ د دې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې ناستې ریاست په غاړه درلود، په پیل کې یې ټولو غړو ته ښه راغلاست وویل او د کابل پوهنتون هئیت د بهرنيو سفرونو لاسته راوړنو، د علمي همکاریو هوکړه لیکونو او په ځانګړي توګه د فرانسې هیواد د اینالکو بنسټ، د فرانسې هیواد د ستاسبورګ، ساربون او لیون پوهنتونونو څخه یې یادې شورا ته معلومات ورکړل. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په لړ کې پدې ناسته کې د بحث وړ هرې موضوع باندې خپل نظر وړاندې کړ.

د ناستې په دوام په ۸ مطرح شوو موضوعاتو، چې د هغې له ډلې څخه د کابل پوهنتون ارزښتي موضوعاتو رعایت، د پوهنتون په انګړ او پوهنځیو کې د محصلانو، استادانو، کارمندانو د هویت کارت الزمیت او شتون، د پلي کېدو پر څرنګوالي د څار په کمېټو کې د محصلینو د استازو غړيتوب، بنسټونو او په پوهنځیو کې د کیفیت تضمین، د پوهنتون مراجعینو او میلمنو اړوندو موضوعاتو او نورو اړوندو مسایلو باندې د رهبري شورا د غړو ترمنځ هر اړخېزې خبرې او بحثونه وشول او په هر ه برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د کابل پوهنتون رهبري شورا د دې بنسټ یو مهم علمي ارګان دی، چې په هره ناسته کې د پوهنتون اړونده مهمو مسایلو باندې بحث او خبرې کوي او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول کیږي.