د کابل پوهنتون رییس پدې پوهنتون کې د کنفوسیوس انسټیټوټ نوي ډایرکټر سره ولیدل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حميد الله فاروقي په کابل پوهنتون کې د چین خلق جمهوریت د کنفوسیوس انسټیټوټ له پخواني ډایرکټر ښاغلي لي خوی یانګ او نوي ډایرکټر ښاغلي وی ګوانګ چانګ سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل او په یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

دا لیدنه، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د دې انسټیټوټ د نوي ډایرکتر په توګه د ښاغلي وی ګوانګ چانګ لپاره د کابل پوهنتون ریاست سره جوړه شوې وه په پیل کې د کنفوسیوس انسټیټوټ پخواني مسوول ښاغلي لي خوی یانګ د دې انسټيټوټ د برنامو د مدیریت په برخه کې د خپلو تېرو درې کلنو کارونو څخه یادونه وکړه او وروسته د دې انسټیټوټ نوي ډایرکټر په توګه ښاغلي وي ګوانګ چانګ یې د کابل پوهنتون ریاست ته ور معرفي کړ، چې وروسته ښاغلي وي ګوانګ چانګ د تېرو برنامو او تجربو یادونه، د دې انستیټوټ لپاره یې خپلې برنامې تشریح کړې او د ريښتینو او اړتیا وړ خدمتونو د تر سره کولو تعهد یې وکړ. 

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي خبرې پیل کړې او په پیل کې یې خپل کاري دفتر ته د دوی راتګ ته ښه راغلاست وویل او د کنفوسیوس انسټیټوټ چارو د ښه والي په برخه کې یې د ښاغلي لی خوی یانګ له کړنو څخه مننه او ستاینه وکړه. ښاغلي فاروقي نوموړی یو متعهد مدیر یاد کړ، چې د تېرو درې کلنو په اوږدو کې یې وکولای شول د دې انسټیټوټ برنامې مدیریت کړي او د کابل پوهنتون او د دې انسټیټوټ تر منځ کلتوري او علمي اړیکو په حفظ کې اغېزمن رول تر سره کړي. ښاغلي فاروقي، ښاغلي وی ګوانګ چانګ ته ښه راغلاست وویل او هیله یې وښوده، چې د نوموړي په راتګ سره به په کابل پوهنتون کې د کنفوسیوس انسټیټوټ برنامې تر پخوا څخه زیاتې ښې شي او هغه وکولای شي له خپلو تجربو څخه په ګټه اخیستنه د افغانستان او چین په کلتوري او علمي اړیکو کې ګټور واقع شي.

همدارنګه د ښاغلي استاد لي خوی یانګ د تېرو درې کلنو خدمتونو د درناوي په موخه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینايي څانګې د مسوولینو له لوري د دې څانګې په تالار کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په هغه کې هم د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي، د کابل پوهنتون پخواني رييس ښآغلي پوهاند حبیب الله حبیب، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس ښاغلي دوکتور اسلم نسیمي، د چیناي څانګې آمر ښاغلي پوهنمل یوسف رهنورد، د بهرنیو چارو وزارت د دویمې سیاسي برخې رییس ښاغلي بهمن، د کنفوسیوس انستیټوټ  پخواني ډایرکټر لی خوی یانگ او نوي ډایرکتر وی‌گوانگ چانگ، په کابل کې د معرفت عالي لېسې مسوول او موسس ښاغلي استاد عزیز رویش، د ننګرهار پوهنتون پخواني رییس ښاغلي پوهاند ببرک میاخېل، د افغانستان د ووشو فدراسیون رییس حسین صادقي، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو شتون درلود، چې ویناوو، د معرفت عالي لېسې د شاګردانو له لوري په ملي او چینايي ژبو سرود تر سره مله او یو بل ته ډالۍ ورکړل شوې، پایته ورسېده.