د کابل پوهنتون د نویو محصلینو د نوملیکنې مسوولینو څخه ستاینه وشوه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښآغلي مسعود پیروزي یې ملتیا کوله د روان کال د تلې میاشتې په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دې پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت په دفتر کې د دې معاونیت د محصلینو چارو امریت او د دې برخې مدیرانو څخه یې د دې پوهنتون د نویو محصلینو د نوملیکنې په ورځو کې تر سره شوو کړنو پر بنسټ ترې ستاینه وکړه.

ښاغلي فاروقي د دې پوهنتون د محصلینو د اړتیاو وړ معیاري خدمتونه د دې پوهنتون د مسوولینو مسوولیت وباله او نه ستړې کېدونکو خدمتونو، د ۱۳۹۸ تحصیلي کال د نویو شامل شوو محصلینو سره د نوملیکنې پر مهال د نوملیکنې کارکوونکو مسلکي او وړ چلند له امله یې ستاینه وکړه او هغوی یې د دې پوهنتون له محصلینو سره د زیاتو خدمتونو لپاره وهڅول. ښاغلي فاروقي وویل، د کابل پوهنتون محصلین د پرمختګ نسل، د ابادي استازي، د هیواد د سبا رهبران او یو د دې پوهنتون د تشکیل د مهمې ضلعې په توګه شمېرل کیږي، چې د دوی لپاره خدمتو کول او د کارمندانو او د دې پوهنتون د مسوولینو له لوري ريښتیني خدمتونه په یو ډول د دې هیواد ټولو وګړو ته خدمت کول دي.

پدې لیدنه کې د نوملیکنې د برخې هر یو کارکوونکي په خپل وار سره د خپلو نظریاتو په څرګندولو سره د غوره خدمتونو وړاندې کولو سره مسوولانه تعهد وکړ، چې هر یو د خپلو مسوولیتونو په تر سره کولو او د کیفیت د غوره والي په برخه کې خپل تعهد عملي کوي.