د کابل پوهنتون نجونو لیلیې کې امنیتي کامرې ځای پر ځای شوې

د روان کال د تلې میاشتې په ۲۴ نېټه د کابل پوهنتون د نجونو لیلیې یو شمېر اطاقونو او د دې لیلیې په مربوطاتو کې امنیتي کمرې ځای پر ځای او په رسمي ډول د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال او د لوړو زده کړو وزارت د زیربنايي برنامو د رییس له لوري پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې پدې برنامه کې د دې پوهنتون د نجونو لیلیې مدیر، د نارون شرکت رییس، د دې لیلیې مسوولینو، د پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس او د دې لیلیې محصلینو هم شتون درلود.

د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي د نجونو لیلیې له مسوولینو، د لوړو زده وزارت د زیربناوو چارو ریاست او د لوړو زده کړو وزارت نورو ښکېلو مسوولینو څخه یې د نجونو لیلیې کې د امنیتي کامرو سمبالولو په برخه کې له هڅو کولو څخه مننه وکړه. د امنیتي چارو، د بېنظمیو او ګډوډیو څخه د مخنیوي په موخه په دې لیلیه کې د دې کمرو ځای پر ځای کول یې یوه اړینه او ګټوره چاره وبلله. نوموړي له دې کمرو څخه د سمې او اغېزمنې ګټې په موخه د نجونو لیلیې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هیله یې وښوده، چې د امنیتي کمرو ځای پر ځای کولو  سره به د دې ځای په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي او د بې امنیتیو او ګډودیو په له منځه وړلو کې به اغېزمنې واقع شي.

همدارنګه د نارون شرکت رییسې مېرمن الهې، چې د دې کمرو د ځای پر ځای کولو قرارداد او مسوولیت په غاړه لري د خپلو خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون مسوولینو ته یې د دې سیسټم د اغېزمنې ګټې په هکله ډاډ ورکړ او د کابل پوهنتون او لیلیې له مسوولینو څخه یې د همکاریو په برخه کې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دا کمرې د دې پوهنتون د نجونو لیلیې امنیتي چارو د ښه والي او ساتنې په خاطر نصب شوي دي، چې د کابل پوهنتون او لیلیې مسوولینو سره  به په مدیریتي، اداري او امنیتي چارو کې مرسته او همکاري وکړي.