د کابل پوهنتون د کرکټ فاینل لوبه د اقتصاد پوهنځي وګټله

د کابل پوهنتون د ۲۱ پوهنځيو ۲۱ ټیمونه د دې پوهنتون د کرکټ سیاليو کې د یوې میاشتې په اوږدو کې یې له یو بل سره سیالي وکړه. د اقتصاد او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو لوبډلو په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي ته ووتل. د دې لوبو وروستی لوبه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۲ نېټه د یادو ټیمونو ترمنځ لوبه وشوه، چې د اقتصاد پوهنځي وکولای شول د ۱۸ منډو په توپیر د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته ماته ورکړه او د دې لوبو اتل شو.

د دې لوبو په وروستی لوبه کې، چې له یوې میاشتې راهیسې د دواړو ټیمو د مینه والو او محصلینو په ولولې سره مل وو، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي، د پوهنځيو ښاغلي رییسانو، د پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو هم شتون درلود.

د دې لوبو په پای کې، چې د کابل پوهنتون ریاست له لوري لومړي او دوهم مقام لپاره په نظر کې نیول شوی وو، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي له لوري ورکړل شول. د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیال د ورزشي امریت له هڅو، د لوبغاړو له نیکو او ښو اخلاقو، استادانو او د دې ټیمونو له مسوولینو څخه یې مننه وکړه او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالي هر کال د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو له لوري د دې پوهنتون ورزشي امریت له لوري په لاره اچول کیږي، چې روان کال د دې لوبو په پایله کې ۲۱ غوره لوبغاړي د کابل پوهنتون د منتخب ټیم لپاره د یو کال لپاره وټاکل شول.