په کابل پوهنتون کې " تلپاتې جوړښتونه " تر شعار لاندې د پېښو د خطرونو د کموالي نړۍ والې ورځې څخه نمانځنه وشوه

د روان کال د تلې میاشتې په ۲۱ نېټه "تلپاتې جوړښتونه" تر شعار لاندې د پېښو د خطرونو د کموالي نړۍ واله ورځ له کابل پوهنتون سره په همغږي او همکاري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د دې پوهنتون په مرکزي ایډوټوریم کې و نمانځل شوه.

د ملګرو ملتونو عمومي ناستې د اکټوبر ۱۳ نېټه د طبیعي پېښو د خطرونو کموالي نړۍ والې ورځې په نوم ونوموله، چې د روان ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې ۲۱ نېټه سره برابره شوه؛ پدې توګه طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کابل پوهنتون سره په همکاري او همغږي د یوې برنامې په لړ کې له دې ورځې څخه لمانځنه وکړه. پدې برنامه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي نجیب الله آقافهیم، د ا. ا. د، سلاکار ښاغلي غضنفر آریافر، د کابل پوهنتون د چايېریال ساتنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهندوی دکتور نور احمد آخندزاده، په کابل کې د چین خلق جمهوریت اقتصادي کنسول ښاغلي وانګ هانکوان، په افغانستان کې د آغاخان پرمختیايي شبکې استازي ښاغلي شادمان حاجي بیکوف، د اکبر موسسې رییسې اغلې مېرمن فیونا، ای ام اف ادارې رییس ښاغلي اندرو پرو، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

د دې برنامې په پیل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي نجیب آقافهیم خبرې وکړې او د روان کال لپاره په وخت د پېښو د خطرونو د مخنیوي، کموالي او رسېدنې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري دا شعار ټاکل شوی. نوموړي وویل، تر دې وړاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې "د پېښو مدیریت" مطرح وو، چې له پېښې وروسته د هغې مدیریت وو، ولې له هغه ځایه، چې د پېښو د وقوع څخه مخنیوی ناممکن دی اوس "د طبیعي پېښو د خطرونو کموالي" بحث یادیږي، چې د دې تاکید د دې ډول حوادثو د تاوان د پېښېدو د مخنیوي کې مثبت اقدام دی.

ښاغلي آقا فهیم وویل له کومه ځایه، چې افغانستان له ډول- ډول طبیعي پېښو څخه لکه سیلاب، ځمک ښوویدنه، زلزله، واوره ښوویدنه ... او نورو څخه ځاني او مالي تاوان ویني او په اټکلیز ډول هر کال تر ۳۰۰ تنه مړه او تر همدومره پورې د دې پېښو له امله ټپیان او د ژمي په سوړ فصل کې دا پېښې رامنځته کیږي. همدارنګه هغه د دې وزات له څو کلنو لاسته راوړونو څخه د یادونې څخه تر څنګ د راروان ژمي د زیاتو پېښو د خطراتو د مخنیوي او کموالي په هکله برنامو څخه خبر ورکړ. په راروان ژمي کې د پېښو د زیاتو ضررونو څخه د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ ټولیزې ۳۰ ملیونه بودجې څخه ۲۶ میلیونه ډالر یې د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په همکاري د دې پېښو د زیانونو د کموالي لپاره برابرې شوي دي تر څو وکولای شي له طبیعي پېښو څخه ممکنه زیانونه حد اقل ته ورسوي.

پدې توګه د ا. ا. د، سلاکار ښاغلي غضنفر آریافر د ا. ا. د، رییس ښاغلي محمد اشرف غني پیام، چې طبیعي پېښو د زیانونو د کموالي په برخه کې همکاري لپاره په یووالي او همغږي ور ټول وو، ولوست.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهندوی نور احمد آخندزاده د دې برنامې د بل ویناوال په توګه یې په کابل پوهنتون کې یادې برنامې ته ټولو ګډونوال ته ښه راغلاست وویل، افغانستان یې د طبیعي پېښو څخه تاوان لېدونکی هیواد وباله او په هیواد کې د دې خطرونو د کموالي په موخه د چاپېریال ساتنې پوهنځي د تدریسي امکاناتو باندې متخصص کادرونه روزي او اماده کوي یې. نوموړي وویل د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي د پېښو مدیریت څانګه د دې ډول پېښو د مدیر کادرونو د روزنې لپاره یوه اغېزناکه سرچینه ده، چې په تخصصي ډول هر کال یو زیات شمېر فارغین ټولنې ته وړاندې کوي. په پای کې نوموړي طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت هڅو څخه مننه وکړه او د دې برنامې جوړېدل یې اغېزمن یاد کړل.

همدارنګه پدې برنامه کې د دې ورځې په مناسب یې د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي انتونيو ګوتریش ویډیويي پیام یې هم ګډون کوونکو ته خپور کړ.

د برنامې په لړ کې په کابل کې د چین خلق جمهوریت اقتصادي کنسول ښاغلي وانګ هانکوان، په افغانستان کې د آغاخان پرمختیايي شبکې استازي ښاغلي شادمان حاجي بیکوف، د اکبر موسسې رییسې اغلې مېرمن فیونا، ای ام اف ادارې رییس ښاغلي اندرو پرو او په کابل کې د خوړو نړۍ والې ادارې (WFP)  استازي هر یو په خپل وار سره د بنسټ او هیواد په استازيتوب خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي په خاطر د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چې د افغانستان مرکزي، شمالي، ختیځو ولایتونو ته ګواښوونکې طبيعي پېښې زلزله، ځمک ښوويیدنه، واوره ښوييدنه ده، چې هر کال د دې پېښو په رامنځته کېدو سره مو یو زیات شمېر هیوادوال مالي او ځاني قرباني ورکوي.