په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې د کابل پوهنتون د نړۍ والو اړیکو د څانګې محصله عایشه خرم وټاکل شوه

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍ والو اړیکو څانګې د درېم ټولګې محصله عایشه خرم د ۲۰۱۹ له ډیسمبر څخه د یو کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې په توګه وټاکل شوه.

د دې مقام د تر لاسه کولو لپاره، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه او امنیت شورا کې د ځوانانو استازې او غږ رسوونکې به وي، د یو انلاین اپلیکشن له لارې له ټول هیواد څخه ۸۰ تنو نوملیکنه کړې وه، چې په پایله کې د روان کال د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د يوناما د دفتر رییس، په کابل کې د فرانسې سفیر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د اندېشه ورانو موسسې (APT) رییس په داوري د درې پاینلسټونو ترمنځ اغلې عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د یو کال لپاره د افغانستان د ځوانانو استازي په توګه وټاکل شوه.

عایشه خرم، چې اوس د هیواد د ځوانانود استازې په توګه ټاکل شوې ده، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍ والو اړیکو د څانګې یوه فعاله محصله ده او تر اوسه یې په فرانسوي ژبه دوه ډیپلومونه، یو د انګلیسي ژبې ډیپلوم، په قزاقستان او ازبکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان شبیه کولو په نړۍ وال کنفرانس کې د ګډون تجربه او یوه نړۍ واله مهمه جایزه یې د ازبکستان په تاشکند ښار کې د ملګرو ملتونو په شبیه کولو کې د غوره ډیپلوماټ په توګه اخیستې. نوموړې وایې د خپلو درسونو تر څنګ په ملي او نړۍ واله کچه د مطالعې او ټولنیزو فعالیتونو سره مینه لري او دې علاقه هغه دې ته وهڅوله تر څو په هیواد کې د زیاتو امنیتي او ټولنیزو شته ستونزو سره – سره د پرمختګ لپاره د هېڅ ستونزې په وړاندې نده تسلیم شوې او خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر یې هڅه کړې.

اغلې خرم وایې په هیواد کې د سولې خبرې، د مظلومو او محرومو ښځو او نجونو حقونو، چې له ښوونځي او زده کړې څخه لرې د کورنو په کونجونو کې حبس پاتې دي او د هیواد د ځوانانو د ابهاماتو له منځه وړلو او روڼ راتلونکی یې پدې پروسه کې سور خط دی، چې د هغې برنامې د هیواد د ټولو ځوانانو انساني حقونو او عدالت تامین په برخه کې هغې سره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازې په ټاکنه کې مرسته کړې ده. عایشه خرم وایې هیله لري، چې وکولای شي د هیواد د هلکانو او انجونو ريښتینی غږ واوسي او د هیواد د لسګونو کلونو جګړې نړۍ والو مسوولینو ته د دوی د څو لسیزو جګړې قرباني او محرومیت ورسوي او خپل یو کلن ماموریت په بریالیتوب سره پایته ورسوي.

په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو استازو ټاکنه په ۲۰۱۸ کال کې د جرمني هیواد له لوري او د دوی په مالي ملاتړ اجرئیوي شوه، چې په افغانستان کې د (Afghans for Progressive Thinking-APT) له لوري پلي کيږي. روان کابل له ټول هیواد څخه ۸۰ تنو ځوانانو ګډون کړی وو، په لومړی مرحله کې د دوی له منځه ۱۲ تنه، په دوهمه مرحله کې د دوی له منځه په کابل کې د جرمني په سفارت کې ۶ تنه، په بله مرحله کې د بهرنیو چارو وزارت کې د ۶ څخه ۳ تنه په پای کې د دې درې تنو د برنامو او استازولي موخو په تشریح سره د دوی له منځه عایشه خرم د داورانو له لوري دې مقام ته وټاکل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په ملګرو ملتونو او امینت شورا کې د افغانستان د ځوانانو د استازي په توګه رامز بختیار ټاکل شوی وو.