په کابل پوهنتون کې د رواني روغتیا نړۍ والې ورځې لمانځنه وشوه

د روان ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر ۹، چې د ۱۳۹۸ ل.ل کال د تلې میاشتې ۱۷نېټه د رواني روغتیا نړۍ والې ورځې په نوم نومول شوې ده او هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ورڅخه یادونه کیږي. د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د مشاورې او رواني درملنې مرکز د (Dynamic Vision) او (Generation Positive) بنسټونو په همکاري یاده ورځ و نمانځله.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي، د پوهنځيو رییسانو، استادانو او د کابل پوهنتون د محصلانو په ګډون په دوه برخو، چې یوه یې د وینا او بل پنل وو ترتیب شوې وه. د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي، د پروفیسو برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس ښاغلي پوهنمل ذبیح الله اسدي، د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنيزو علومو پوهنځي د مشاورې ډیپارټمنټ امرې اغلې مریم احمدي، باقر رضايي د پوهنتون استاد او د انساني علومو انسټیټوټ رییس ښاغلي میر ذبیح الله سادات په علمي ډول موضوع تر څېړنې لاندې ونیوله او هر یو د خپلې  پوهې او تجربې پربنسټ له مختلفو زاویو څخه په نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د موضوع اهمیت ته په کتو او مشاورې ته د خلکو د اړتیا په کچه خبرې وکړې.

دا بحث، چې د رواني روغتیا د نړۍ والې ورځې په مناسبت "د رواني روغتیا لپاره یو ګام؛ څه کولای شو؟" له شعار سره د رواني روغتیا ځایګي څېړنه او په نننۍ افغاني ټولنه کې د ځان وژنې مخنیوي په موخه د مشاورې مرکز او رواني درملنې مرکز له لوري جوړه شوې وه، چې په پام کې ده د دې بنسټ له لوري د کابل ښار په مختلفو ځایونو کې د موضوع د اهمیت په موخه پوهاوی ورکړل شي.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس پدې پوهنتون کې د رواني مشاورې مجهز مرکز د پرانیستې څخه یادونه وکړه، د هیواد د ټولنیز معضل په له منځه وړلو کې یې د دې مرکز او د کابل پوهنتون د پام وړ فعالیتونو باندې خوښي وښوده. وروسته د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي خبرې وکړې او په پیل کې یې کابل پوهنتون ته د برنامې ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د دې ډول برنامو جوړونه یې د اهمیت وړ یاده کړه. نوموړي وویل کابل پوهنتون نړۍ والو سره په خوا کې د ټولنیزو ستونزو په له منځه وړلو کې مخکې ځي، هیله مو ده، چې دا برنامې وکولای شي د هیوادوالو د رواني اختلال او رواني ستونزو په له منځه وړلو کې اغېزمنې واقع شي.

د یادونې وړ ده، چې نیکمرغي او کمال ته د رسېدو په برخه کې رواني روغتیا د انسان متضمن او رواني روغتیا د یوې ټولنې په ټولیزې روغتیا کې زیات رول لري. په خوښي سره کابل پوهنتون د وګړو د رواني اختلال په ځانګړې توګه د دې مرکزي پوهنتون محصلانو لپاره یو ځانګړی د رواني درملنې مرکز  جوړ کړی دی، چې هره ورځ ورته د یو زیات شمېر په رواني ناروغیو اخته محصلین د راتګ شاهد یو.