د کابل پوهنتون د پاليسي څېړنو ملي مرکز (NCPR) کې د کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ په موخه کنفرانس جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د پالیسي څېړنو ملي مرکز (NCPR) د هیواد ګڼو ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او رسنیزو موضوعاتو د څېړنو په برخه کې یو فعاله مرکز دی. دا مرکز تل ډول-ډول علمي- څېړنیزې برنامې جوړې کړي. د روان کال د تلې میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ له کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ په موخه په یاد مرکز کې کنفرانس جوړشو.

پدې کنفرانس کې د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، د کرنې او اوبو لګولو او مالداري او د سوداګري او اقتصاد وزارتونو، د کابل پوهنتون استادانو او د کابل پوهنتون د پالیسي څېړنو ملي مرکز رییس شتون درلود.

د دې برنامې په پیل کې ښاغلي پوهنمل دوکتور نجیب الله حسن زوی ګډونوالو ته یاد علمي سیمنار وړاندې کړ او د یادو موضوعاتو په اړوند د ګډون کوونکو تر منځ بحث او نظرونه تبادله شول او په دوام یې د دې کنفرانس ګډونکوونکو هر یو په خپل وار د هیواد د تولیدانو پر وړاندې ننګوونو په اړه او همدارنګه پدې برخه کې د پرمختګ په هکله نظرونه وړاندې کړل. د برنامې نتیجه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند غلام رسول فیضي له لوري وړاندې وشوه.

د کنفرانس په پای کې ګډون کوونکي تصمیم ونیوه تر څو پدې برنامه کې د مطرح شوو موضوعات د کابل پوهنتون د کرنې او اقتصاد پوهنځیو او د کرنې او مالداري او سوداګري او اقتصاد وزارتونو له لوري یو هئیت تشکیل شي تر څو هغوی د دې کنفرانس جامع او هر اړخیز پرېکړه لیک او همدارنګه د برنامې نتیجه د وزارت په کچه لوړ پوړو حکومتي مسوولینو سره شریکه کړي تر څو د هغې د ګټې څخه په استفاده د کرنیزو چارو په ښه والي او د هیواد د کروندګرو څخه په ملاتړ ورڅخه زیاته ګټه پورته پورته شي.