په کابل پوهنتون کې د عبدالکریم خرم تألیفي اثر څلويښت کاله په طوفان کې مخکتنه وشوه

څلویښت کاله په طوفان کې د عبدالکریم خرم تألیفي اثر، چې د هیواد د اطلاعاتو او کلتور پخوانۍ وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس و، په دوه برخو کې د هیواد د وروستیو لسیزو د سیاسي ناستو د عکسونو او متن په درلودو په ۶۷۲ مخونو کې خپور او مخ کتنه یې وشوه.

دا برنامه د روان کال د تلې میاشتې په ۱۶ نېټه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکي ډیپارتمنټ په تالار کې جوړه شوې وه، چې د علمي، سیاسي څېرو، د پوهنځيو رییسانو، د پوهنتون استادانو، د رسنیو مسوولینو او محصلینو په ګډون او د سیاسي او علمي نوموتو څېرو له ویناوو او نقد سره مله وه.

محمد ذاکر جلالي، وحید مژده، دوکتورعبداللطیف نظري، دوکتور عبدالباقي امین، صدیق الله توحیدي، عبدالحلیم تنویر، عبداللطیف آرش او عبدالرحمن فرقاني په دې برنامې کې د دې کتاب منتقدین وو، چې هر یو په خپل وار سره په شکلي او محتوايي ځانګړنو ارزښتناکه ویناوې وکړې. عبدالطیف نظري، چې دا کتاب یې څېړلای وو د املايي ستونزو تر څنګ یې هغه د هیواد د وروستیو لسیزو د سیاسي کړکېچ ريښتینۍ واقعیت او د هیواد د یوې ځانګړې مرحلې د څېړلو په دلیل یې دا کتاب یو ځانګړی او د اهمیت وړ وباله، چې پکې عیني مثالونه راوړل شوي دي او د افغانستان د ټولنیزو او سیاسي علومو څېړونکو لپاره د یو غوره اخځلیک په توګه شمېرل کېدای شي.

د دې کتاب متن د عبدالکریم خرم د څلویښتو کلونو سیاسي ژوند د خاطرو او مباحثو تر څنګ یې د هیواد د دوه تېرو لسیزو حکومتونه تر څېړنې لاندې نیولي دي او له بل لوري خپله لیکوال د دې دوه لسیزو پېښو او بدلونونو په منځ کې شتون درلود، کولای شي د چارو د مسوولینو کړنې او عملونه د څېړنې د یوې منبع په توګه د اړوندو حکومتونو په دورو کې او په هیواد کې د سیاسي علومو څېړونکو لپاره د سیاسي معماوو د حل لپاره اغېزمن اثر واوسي.