فرانسې هیواد ته د کابل پوهنتون د هیأت سفر او د هوکړه لیک لاسلیک

د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي پر ریاست د کابل پوهنتون لوړ پوړی هئیت د فرانسې هیواد ته اکاډمیکو همکاریو په موخه سفر وکړ، چې پدې سفر کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی دکتور محمد نعیم عظیمي، د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند لعل پاچا آزمون، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل دکتور محمد اسلم نسیمي، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهندوی دکتور عبدالمتین شهیدي او د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد او د ماسټري برنامو آمر ښاغلي پوهنمل دکتور عبدالرازق ارشاد ګډون درلود.

 د یو رسمي سفر او د ولسمشر ۱۳۹۸/۶/۲ نېټې د ۱۵۰۲ ګڼې حکم پر بنسټ د ۲۰۱۹/۹/۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د فرانسې هیواد د پوهنتونونو څخه د لیدنې او د استادانو د ظرفیت د لوړولو په موخه یې د (INALCO) Institute of National Language Civilization Orientals سره د هوکړه لیک د لاسلیک، د اینالکو بنسټ سره د پښتو او دري څانګو د اکاډمیکو همکاریو، د کابل پوهنتون په ځان بسیاينې، ډيجیټلونه او د وترنري، فارمسي او اقتصاد په برخو کې د پوهنتونونو د همکاریو جلب، د ګډو علمي څېړنو او لوړ تدریس په موخه یې د پاریس او استراسبورګ څخه لیدنه وکړه او په اړوندو برنامو کې یې ګډون وکړ.

د دې سفر په لومړی ورځ د کابل پوهنتون هئیت او د (INALCO) انسټیتوټ په کابل پوهنتون کې د فرانسوي ژبو او ادبیاتو په برخه کې د ګډې ماسټري برنامې رامنځته کول او په فرانسه او اروپا کې د افغاني کلتور او ژبو دودولو په موخه د (INALCO) په انسټیټوټ کې د پښتو او دري څانګو جوړول، د محصلینو لپاره د تحصیلي زمینې برابرول او دواړو لورو ته د محصلینو استول، په افغانستان کې د فرانسوي ژبې او د فرانسې په هیواد او یاد انسټیټوټ کې د دري او پښتو ژبې د څېړنې لپاره د زمینې برابرولو په هکله خبرې اترې وشوې او تر راتلونکو درې میاشتو پورې د دواړو لورو ترمنځ په هوکړه لیک هوکړه وشوه.

د لومړی ورځې په دوام د فرانسې د لوړو زده وزارت په ودانۍ کې د فرانسې هیواد د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون د لوړي پوړي هئیت په ګډون د کابل پوهنتون د پېژندنې ناسته تر سره شوه، چې تر هر اړخیزو خبرو وروسته د کابل پوهنتون رییس ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی دکتور محمد نعیم عظیمي د فرانسې هیواد ته د همکاریو د انګېزې د ورکونې په موخه په پنځو برخو کې جوړ شوی پرزنټیشن وړاندې کړ.

وروسته د فرانسې د لوړو زده کړو وزارت استازو د پوهنتونونو د استقلالیت، په فرانسه کې لوړې زده کړې، څېړنیز فعالیتونه، ملي سند، چې محصلینو ته ورکول کیږي، د محصلینو د شاملېدلو کړنلاره، په ۲۰۱۸ کال کې د پوهنتونونو استقلالیت، د اروپا د اکاډمیکو برخو د اتحادیې ټولنه او نورو اړندو موضوعاتو هر اړخیز معلومات ورکړل او د بحث مهم موضوعات ګډون کوونکو له هر اړخیزې څېړنې لاندې ونیول.

د دې لیدنو په دوهمه ورځ (۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۴) نېټې د پاریس له ساربون پوهنتون (Sorbonne University Paris) څخه هم لیدنه وکړه، چې په هغه کې د کابل پوهنتون رییس د دې پوهنتون په اړه د هغه بنسټ مسوولینو ته لنډ معلومات ورکړل او وروسته د کابل پوهنتون علمي مرستیا له لوري د تخنیکي همکاریو پر څرنګوالي او د هوکړه لیک د زمینې په برابرولو خبرې وشوې. د ساربون او کابل پوهنتونونو تر منځ په درې برخو لکه د وترنري، فارمسي او اقتصاد په څانګو کې د دکتورا تر کچې د استادانو د ظرفیت لوړولو کې د همکاریو اړتیا مشخصه شوې  او په لسو راتلونکو کلنو کې د کابل پوهنتون پلان د همکاریو د جلبولو سره په خوا کې پرې خبرې وشوې، چې دا ناسته هم په پوره بریالیتوب او د سوربن پوهنتون څخه د تعهد په اخیستو سره پایته ورسېده.

د دې ترڅنګ د کابل پوهنتون محترم هئیت د الفورت د وترنري ملي پوهنتون National  Veterinary School of Alfort له رییس سره همکاریو او د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي استادانو ته د دکتورا بورسيو ورکړه هم یاده کړه او د سوربن پوهنتون د راتلونکي کال لپاره د دکتورا د بورسیو ورکړې وعده وکړه.

د دې برنامې په درېمه ورځ د (۲۰۱۹ د سپټمبر۲۵) نېټه افغاني هئیت د فرانسې د بهرنیو چارو او لوړ زده کړو وزارت له مسوولینو سره د استراسبورګ ښار ته د Institute University Technologique  (IUT) انسټیټوټ د لیدو په موخه سفر وکړ. پدې ورځ یې لومړی د کابل پوهنتون رهبري هئیت د استراسبورګ پوهنتون له اکاډمیکو جوړښتونو څخه لیدنه وکړه او وروسته یې د یاد پوهنتون د نصاب جوړونې او د کیفیت د تضمین د برخې مسوولینو سره رسمي ناسته تر سره کړه، چې په پیل کې ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون هئیت ته د دې ښار د اکاډمیکو بنسټونو څخه د لیدنې فرصت برابرولو په موخه مننه وکړه او هیله یې وښوده تر څو دا اړیکې د یو لیکلي سند په لړ کې د کابل پوهنتون او استراسبورګ پوهنتونونو تر منځ ټینګې شي.

وروسته د کابل پوهنتون علمي مرستیال د دواړو لورو تر منځ د هوکړې برخې د یوې اړتیا په توګه وړاندې او وارزولې، چې د استقبال سبب شوې او د دې پوهنتون مسوولینو تعهد وکړ، چې د حقوقي مرحلو تر بشپړېدو ورسته له کابل پوهنتون سره به د مرستې او همکاریو هوکړه لیک د نصاب جوړونې او د کیفیت د تضمین په برخو کې لاسلیک کړي. وروسته د دې پوهنتون د نصاب جوړونې چارو مسوولینو د نصاب په برخه کې د کیفیت د مدیریت په برخه کې پرېزنټیشن، چې د 9001   ISOمعیارونو په پام کې نیولو سره وړاندې کړ، چې وروسته تر خبرو اترو پروسه اسانه شوه. همدارنګه د یاد پوهنتون د کیفیت تضمین او باور ورکونې برخې مسوول د اروپايي کیفیت تضمین معیارونه بیان کړل او د پوهنتون په سختو شرایطو کې د هغو د پلي کېدو پر څرګوالي یې خبرې وکړې.

د دې سفر په څلورمه ورځ د ستراسبورګ (Strasbourg University) پوهنتون څخه په لیدنه پیل شوه. د یاد پوهنتون د مسوولینو له لوري د عالي تدریس، د علمي څېړنو دودول او د عالي کیفیت تشخیصولو موضوعاتو رڼا واچوله او مهمې او ستونزمنو نکتو په هکله  د دواړو لورو ګډون کوونکو بحث وکړ او په خاصو برخو کې د زیاتو همکاریو تعهد، چې په راتلونکې کې د کابل پوهنتون هیئت له لوري په تخصصي شکل د يو عملياتي پلان (Action Plan )  په چوکاټ کې به اماده او وړاندې شي، پایته ورسېده.

په دې توګه د دې لیدنو کتنو پنځمه ورځ یې International University House څخه په لیدنه پیل کړه، چې په هغه کې د کابل پوهنتون رییس وینا وکړه ویې ویل، د فرانسې هیواد څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان جنګ ځپلې اکاډميکې ټولنې په ځانګړې توګه له کابل پوهنتون سره د علمي همکاریو د دوام غوښتنه لرو، چې يو مهال د شهرت او باور څښتن وو ولې کورنیو جګړو هغه د ډلې او فرقو ترمنځ د جګړې په ډګر تبدیل کړ.

مونږ غوښټنه لرو تر څو زمونږ پوهنتون سره د فرانسې هیواد د تېرو همکاریو په څېر د فارمسي، وترنري او اقتصاد په څانګو کې همکاري وکړي، چې په پایله کې یاد پوهنتون د کابل پوهنتون له لوري په پشنهاد شوو برخو کې د همکاري وعده وکړه او د یادو څانګو د همکاریو په برخه کې د هوکړې د چوکاټ د رامنځته کولو په موخه یې د یوې ناستې غوښتنه وکړه.

پدې توګه دا سفر د کابل پوهنتون هئیت د فرانسې هیواد د کیفیت تضمین او باور ورکونې مستقل بنسټ سره د پاریس په ښار کې د رسمي ناستې، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ا.ا دولت رییس سلاکار ښاغل پوهنمل حمید الله فاروقي او د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهندوی دکتور محمد نعیم عظیمي او د فرانسې هیواد د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو مسوولینو له لوري وروستۍ خبرې وشوې او د کابل پوهنتون له لوري د مننې او درناوي په ویلو سره پایته ورسېده.