د کابل پوهنتون والیبال ټورنمنټ د زراعت پوهنځي ټیم وګاټه

د کابل پوهنتون ۲۱ ټیمونه د ۲۱ پوهنځیو څخه پدې پوهنتون کې له یو بل سره د یوې میاشتې په لړ کې سیالي وکړه، چې په نیمه پایلوبه کې د ښکلو هنرونو او کرنې پوهنځیو د انجینري او ځمک پېژندنې پوهنځیو سره په نیمه پایلوبه کې سیالي وکړه، چې په پای لوبه کې د کرنې پوهنځي د ښکلو هنرونو پوهنځي ته ۲- ۰ ماتې ورکړه او د دې لوبو اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالي د روان کال د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ۴۰: ۱ دقیقو د دواړو ټیمونو تر منځ پیل شوه، چې په پیل کې د ښکلو هنرو د پوهنځي په ګټه ولې د لوبې په ۱۵ دقیقه کې د کرنې پوهنځي د کپتان هادي میرزايي په غوښتنه یې لنډه دمه او د کرنې پوهنځي لوبغاړو ترمنځ لنډه مشوره تر سره او دا مشوره د کرنې پوهنځي د بریالیتوب سبب شوه.

د دې لوبو په پای لوبه کې، چې له یوې میاشتې راهیسې د دواړو ټیمو د پلوي محصلینو شور ورسره مل وو، د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیا ښاغلي مسعود پیروزي، د کرنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند غلام رسول فیضي، ورزشي آمر همایون عزیزي، د پوهنځیو رییسانو، کلتوري امریت او د کابل پوهنتون استادانو هم ګډون درلود. د دې برنامې په پای کې د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي د لوبې ګټونکي ټیم ته د اتلولي جام ورکړ، د دې پوهنتون ورزشي امریت له هڅو، د لوبغاړو له نیکو اخلاقو، د دې لوبو له استادانو او مسوولینو څخه یې مننه وکړه او د دوی لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

دا لوبې هر کال د کابل پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د دې پوهنتون د ورزشي امریت لوري جوړیږي، چې روان کال د دې لوبو په پایله کې ۱۸ تنه غوره لوبغاړي د کابل پوهنتون د والیبال منتخب ټیم کې د شتون په موخه د یو کال لپاره وټاکل شول.