په کابل پوهنتون کې د روغتیا وزارت د تخصصي اکمال برنامې ازموینه واخیستل شوه

د روغتیا وزارت په بستونو کې د غوره څېرو د جذب په موخه د تخصصي اکمال برنامې از موینه هر کال د دې وزارت له لوري اخیستل کیږي، چې یاده ازموینه د روان کال د تلې میاشتې په ۱۴ نېټه د ازموینو ملي ادارې له لوري په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

پدې برنامه کې د روغتیا وزارت مرستیال، د ازموینو ملي ادارې رییس، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د مشرانو جرګې یو شمېر غړو او د کابل پوهنتون مسوولینو په ګډون د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون او د پوهنځيو په درسي ټولګیو کې واخیستل شوه. په پیل کې د ازموینو ملي ادارې رییس ښاغلي عبدالقدیر خموش او د روغتیا وزارت مرستیال خبرې وکړې او هر یو ګډون کوونکو ته د ازموینو د روڼتیا ډاډ ورکړ. ښاغلي خموش وویل دا اداره د غوره څېرو د پېژندنې په موخه ازموینه اخلي او هېڅ ډول سلیقوي مداخله او غیر قانوني لاس وهنه به پکې نه تر سره کیږي. پدې توګه یې د ازموینو پر روڼتیا خبرې وکړې او ګډون کوونکو لپاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیا ښاغلي مسعود پېروزي وینا وکړه او د دې ازموینې ګډون کوونکو او میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې وویل، چې کابل پوهنتون ویاړ لري، چې تل د ملي او لویو ازموینو لکه د روغتیا وزارت د تخصصي اکمال ازموینې ویاړ لري. نوموړي د روغتیا وزارت له کارونو او هڅو څخه په ستاینې د ازموینو ملي ادارې څخه هم مننه وکړه، چې تل یې هڅه کړې تر څو په ښه او روڼ ډول ازموینې واخلي.

پدې ازموینه کې، چې د روغتیا وزارت کاري بستونه وړ او متخصصو کسانو ته ورکړل شي، هر کال ازموینې اخلي، روان کال له ټول هیواد څخه ۴۱۸۹ تنه د طبي څانګو فارغینو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه یې ۱۰۰۰ تنه نجونې  او د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې هلکان وو. دوی د عامې روغتیا وزارت ۴۱۶ بستونو ته له یو بل سره سیالي کوله، چې د روغتیا وزارت له لوري به د دولتي روغتونونو د جراحي، داخلې او غاښونو برخو ته وروپېژندل شي.