په کابل پوهنتون کې د عشق او آزادي شاعر «قهار عاصي» یاد غونډه جوړه شوه

دا غونډه، چې د هیواد د نوموتي شاعر د شهادت د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت، د روان ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په ۱۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دې پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه. پدې غونډه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د دې پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلانو په ګډون جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي پدې محفل کې د خپلو خبرو په  پیل کې د محفل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او قهار عاصي یې یو له درد سره آشنا او د افغانستان د فرهنګ او ادب د آسمان نه لوېدونکی ستوری وباله. د نوموړي د لیکنو او شعرونو رول او اهمیت یې د هیواد د ادبیاتو په برخه کې مهم یاد کړ. ښاغلي فاروقي د هیواد نورو مشهورو او لوړ فکرو لیکوالانو ته په اشاره یې افغانستان د سیمې د ادب او کلتور مهد یاد کړ او قهار عاصي یې په دې حلقه کې د اهمیت وړ وښود.

د دې غونډې نورو ویناوالو هر یو د کابل پوهنتون د کلتوري شورا رییس ښاغلي استاد فضل احد احدي، لیکوال او شاعر استاد افسر رهبین، لیکوال او منتقد ښاغلي جاوید فرهاد، د کابل پوهنتون استادې اغلې خالدې فروغ او قنبر علي تابش په خپل وار سره د قهار عاصي د شخصیت او ځانګړنو، اثارو او شعرونو په اړه خپلې خبرې وکړې.

دا درېم کال ده، چې د کابل پوهنتون کلتوري شورا، د خیرخانې ادبي ټولنې او د ښکلو هنرونو پوهنځي په همکاري د قهار عاصي یاد غونډه په کابل پوهنتون کې جوړيږي، چې د محصلینو له لوري د سماع ګډا، موسیقي د استاد جاهد فانوس له لوري او د دې نوموتي شاعر د ښکلو شعرونو دکلمه د دې پوهنتون د یو څو تنو محصلینو له لوري تر سره  او یاده غونډه هیواد ته د خیر او ښېګنې په دعا کولو سره پای ته ورسېده.