په کابل پوهنتون کې د کابل خبرې دوهمه دوره ( Kabul Talks Series) جوړه شوه

د کابل خبرو دوهمه سلسه (Kabul Talks Series)، چې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو منبع (ACKU) په نوښت په لاره اچول شوې وه، د « خبرې او تلپاتې سوله؛ جوړښتونه او بهیرونه» په اړه بحث د روان کال د تلې میاشتې په ۱۰ نېټه د چهار شنبې په ورځ د دې مرکز د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو.

دا برنامه، چې د افغانانو د بنسټیزو حقونو څخه د دفاع او پراختیا په موخه او همدارنګه د ټولنې او هیواد د مدني ټولنې او اقتصاد د پراختیا پر وړاندې د شته ننګونو په موخه په لاره اچول شوې وه، د دې په لټه  کې ده، چې د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو او څېړوونکو په هیواد کې د شته ننګوونو لپاره منطقي او عملي حل لارې پیدا کړي. د دې دورې خبرې د امریکايي څېړونکو ښاغلي دکتور ویلیام میلي «William Maly» او ښاغلي دکتور سیرینجوی بوز «Sirinjoy Bose»، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د افغانستان د معلوماتي منبع مرکز مسوولانو، یو شمېر څېړونکو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه، چې د یادې موضوع په اړوند یې خبرې، هر اړخیز او علمي تحلیل وکړ او د دې برنامې د ویناوالو او ګډونوالو تر منځ بحث او نظرونه شریک شول.

د دې خبرو دوهمه دوره د ډیالوګ او پرمختګ ملي مرکز (NCDP) او د امریکايي انستیتوت د افغانستان مطالعاتو (AIAS) په همکاري د افغانستان د معلوماتو منبع مرکز (ACKU) په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه.