د کابل پوهنتون پلاوي د قزاقستان په آلماتا ښار کې د ورېښمو لار (Silk Road) د پوهنتونونو په پنځمه اسامبله کې ګډون وکړ

د کابل پوهنتون پلاوي مشري د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر  ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي پر غاړه وه، د دوو تنو محصلینو ( د محصلانو د اتحادیې رییس امید مهر یار او د اتحادیې مرستیال مصطفی) سره یو ځای د سکرتر جنرال په بلنه او د جمهوري ریاست په حکم د ۲۰۱۹م د سپتمبر په ۱۸ د ورېښمو لارې پوهنتونونو (sun) په پنځمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه د قزاقستان آلماتا ښار ته سفر وکړ. دغه پروګرام د روان کال د سپتمبر له ۱۸ تر ۲۰ نېټې پورې، چې د روان ۱۳۹۸ د وږي ۲۷مې تر ۲۹نېټې سره سمون لري جوړ شوی و.

د کابل او هرات پوهنتونونه د هېواد د اکاډمیکو مرکزونو له ډلې څخه دي، چې په دې وروستیو کې یې د دغه شبکې غړیتوب ترلاسه کړی، ځکه دغه پوهنتونونه د اکاډمیکې ټولنې د اتصال په کړۍ یا څلور لاره کې واقع دي.

د سږنۍ ناستې په پیل کې د سپتمبر په ۱۸مه د انجمن پر غړو محصلانو د عکاسۍ د سیالۍ (phocos) جایزې ووېشل شوې. دغه جایزې د انجمن د ریاست لخوا ورکړل شوې. دا جایزې هغو محصلانو ته ورکړل شوې، چې د عکاسۍ په بېلابېلو برخو کې یې سیالي ترسره کړې وه او د ژورې پلاوي لخوا وړ وګڼل شول، له نېکمه مرغه د هرات پوهنتون یو محصل د ممتازه جایزه او د کابل پوهنتون یوه محصل هم لوړه جایزه واخیستله، چې د افغانستان پوهنتونو ته یې ویاړ وروبښه.

ناسته له اجنډا سره سم د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال، د آلماتا ښاروال، د ورېښمو لارې د انجمن رییس ډاکټر هوانګ، د قزاقستان د الفارابي پوهنتون د رییس او څو نورو ویناوالو په خبرو پیل شوه. دوی مېلمنو او د انجمن غړو ته ښه راغلاست او د دې دورې د ناستې مبارکۍ وویله او ټولو ویناوالو پر دې ټینګار وکړ، چې اکاډمیک بنسټونه د سیمه ییزې او نړیوالې همپالنې، مالونو د تبادلې، خدماتو، پوهې، ټکنالوژۍ او فرهنګ د راکړې ورکړې په برخه کې مهم رول لري او د دغو برخو پیاوړتیا ته باید جدي پام وشي او ټول غړي دې هڅه وکړي، چې د اغېزمنتیا د کچې د زیاتولو او د بنسټ د برنامو د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې وکړي.

د ورېښمو لارې د پوهنتونونو پنځمه ناسته تر دې عنوان لاندې جوړه شوې وه چې « له دوامدارو بشري میراثونو سره یو ځای د سولې پر لاره د ورېښمو د لارې په بدلولو کې د پوهنتونو رولRole of universities for transforming the silk road in to peace road with prominent human Heritages) دغه پروګرام دوې برخې درلودې. په لومړۍ برخه کې د مشرتابه پلاوي تر وینا او له سالون د باندې په ځانګړو تشریفاتو د غړو پوهنتونونو د بیرغونو تر احترامانه لېږد وروسته، چې د الفارابي ملي پوهنتون رضاکارو محصلانو ترسره کړ هغه پوهنتونونه معرفي شول، چې تازه یې د انجمن غړیتوب ترلاسه کړی و.

وروسته لوړ رتبه پلاوی او مېلمانه له ناستې ووتل، د پوهنتونو د شبکې کلنۍ ناسته د عمومي رییس (سکرتر جنرال) ښاغلي دوکتور شګندون هوانګ، چې په عین حال کې د جنوبي کوریا د هانکوگ پوهنتون د بهرنیو مطالعاتو رییس هم دی په راپور پیل شوه.

نوموړي د اجرااتو کلنۍ راپور د انجمن د تېر کال له مالي راپور سره یو ځای عمومي ناستې یا عمومي اسامبلې ( General Assembly ) ته وړاندې کړ، چې وروسته د مالي څارونکي پلاوي نظر وړاندې شو. په دغه نظر کې د رییس د مالي راپور وړاندې شمېرې او نظرونه تایید شوي وو. وروسته د غړو د نظرونو تر اورېدو وروسته مالي او د پخواني رییس راپور رایو ته وړاندې او د رایو په اتفاق تایید شول.

د سپتمبر په نولسمه تر غرمې وروسته عمومي ناسته په دوو برخو ووېشل شوه، په یوه برخه کې د غړو بنسټونو مسوولینو او په بله برخه کې محصلانو، چې له هر پوهنتون نه دوه- دوه تنه راغوښتل شوي وو له اجڼدا سره سمې خپلې اړوندې برنامې تعقیب کړې. په لومړۍ برخه کې د ماسپښین تر دوو بجو د انجمن پر اړوندو فعالیتونو بحث وشو  په دویمه برخه کې د اجنډا د نورو برنامو تر څنګ د ورېښمو لارې د پوهنتونو د شبکې د محصلانو د انجمن د رییس او مرستیالانو ټاکنې وشوې، چې له نېکه مرغه د کابل پوهنتون د محصلانو د اتحادیې رییس امیدمهریار د ټاکنو په پای کې د دغه انجمن د محصلانو د برخې د مرستیال په توګه وټاکل شو او د یوه کال لپاره د انجمن  د اسیايي هېوادونو مسوول شو.

په درېیمه ورځ بیا هم د برنامې پر اساس د محصلانو او مسوولینو برخې جدا وې. محصلانو پر خپلو محوري موضوعاتو خبرې وکړې او برنامې یې ورته جوړې کړې، په داسې حال کې محصلانو د ورکشاپ په شکل فرصت ترلاسه کړ، چې د خپلو بنسټونو او په دې اړه یې خبرې وکړې؛ څنګه کولای شئ د ورېښمو د تاریخي لارې مسیر د سولې لپاره د سولې په مسیر بدل کړئ.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د مجلس د لومړۍ وینا په توګه خپله بیانیه، چې مخکې تیاره شوې وه او موضوع یې د افغانستان د بشري ځواک په روزلو او د پوهې د کچې په لوړولو کې د کابل پوهنتون رول او ځای او همدارنګه د سیمه ییزې همپالنې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پالېسۍ وې، وړاندې کړه. چې د پروګرام د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېده. البته په همدې ورځ د هرات پوهنتون رییس هم خبرې وکړې، چې موضوع یې د ورېښمو لار او د هرات د جغرافیې شتون او د هغه وخت تمدني ارزښتونه وو.

د کابل پوهنتون رییس پوهنمل حمیدالله فاروقي د مخکینیو مقدماتي کارونو په دوام، چې په اړه یې له وړاندې په کتبي ډول مفاهمه شوې وه د جلسې په پای کې د انجمن د غړو او مشرتابه پلاوي د ناستې په پای کې تر غرمې مخکې د انجمن د پلاوو او غړو په حضور کې د قزاقستان د الفارابي پوهنتون، چې د دغه هېواد تر ټولو  غوره ملي پوهنتونونو څخه دی، له رییس سره اکاډمیک هوکړه لیکونه لاسلیک شول. البته اوس هم تر څلوېښتو زیات افغان محصلین د بورسونو له لارې په دغه هېواد کې د بېلابېلو علومو په زده کړه بوخت دي. د الفارابي ملي پوهنتون رییس د کابل پوهنتون د رییس تر خبرو وروسته، چې  د دوی ستاینه یې پکې کړې وه او تر هوکړه لیک وروسته یې وکړې، د قدردانۍ او مننې تر څنګ افغانانو ته د تعلیمي او تحصیلي فرصتونو د برابرولو لپاره د قزاقستان او الفارابي ملي پوهنتون لخوا ژمنه وکړه.

ښاغلي حمیدالله فاروقي د انجمن سکرتر ته بلنه ورکړه، چې د کابل، هرات او ورېښمو لارې د حوزې د نورو ولایتونو لیدنه وکړي، همدارنګه وړاندیز وشو، چې د نورو پوهنتونو په ځانګړي ډول بدخشان، البیروني، بلخ، بامیان او پروان پوهنتونو ته هم د دغه انجمن غړیتوب ورکړل شي. سکرتر جنرال ډاکټر هوانګ وړاندیزونه ومنل او ژمنه یې وکړه، چې په یوه مناسب فرصت کې حتما افغانستان ته راځي او د کابل پوهنتون مېلمه کېږي. همدارنګه یې وعده وکړه د افغانستان نورو پوهنتونو ته د غړیتوب ترلاسه کولو موقع برابروي.

د دې تر څنګ ښاغلي فاروقي په دغه انجمن کې د ورېښمو لارې د نورو پوهنتونو شاملېدل ډېر اغېزناک او دغه کرښه یې د اکاډمیکې ټولنې د همپالنې او د سیمې لپاره یې د نېکمرغۍ تامینوونکې او د پرمختګ او سولې راوړونکې وبلله او له دې لارې یې د ۲۰۳۰ کال لپاره یې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا د برنامې موخو ته رسېدل ممکن وګڼل او ګډونوال یې دغې موخې ته رسېدو ته چې د دې ناستې یوه هیله وه، وهڅول.

د یادولو وړ ده، چې ورېښمو لارې پوهنتونونو په پنځمه کلنۍ ناسته کې د کابل پوهنتون پلاوي په اجنډا کې په شاملو برنامو کې د فعال ګډون تر څنګ لاندې لاسته راونې درلودې:

۱ـ د قراقستان له الفارابي پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه لیکونه، چې په وروستیو کلو کې د کابل پوهنتون د استادانو او محصلانو هیله وه؛ خو دا فرصت نه برابرېده؛

۲ـ د ورېښمو لارې پوهنتونونو د محصلانو د انجمن د مرستیالۍ د موقعیت لاسته راوړل؛

۳ـ په الماتي کې له مېشتو افغان محصلانو سره د لیدنې موقع برابرول، چې د جلالتمآب ولسمشر د سلاکار په توګه د کابل پوهنتون د پلاوي د هڅو او علاقه مندۍ پر اساس الماتا ښار ته د پلاوي د رسېدو په لومړۍ ورځ تر غرمۍ وروسته او له شلو تنو محصلانو سره د لیدنې په جریان کې، چې په یوه محدود فرصت کې حاضر شول او له برابرو شوو تحصیلي فرصتونو څخه د ګټې اخیستو او ستونزو په اړه یې ځانونه خبر کړل. او خپل مسلکي او تخصصي برخه کې یې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل. په دغه هېواد کې یې د بافضیلته او مسوولو افغانانو په توګه په ځانګړې توګه د افغاني ټولنې او کوربه هېواد د قوانینو، ارزښتونو او اخلاقو رعایت ورسره شریک کړ. د دې تر څنګ یې د لوړو زده کړو په برخه کې د ولسمشر او دولت ځانګړې پاملرنه وستایله.

د ناستې په پای کې تر غرمې مخکې د انجمن د پلاوو او غړو په حضور کې د قزاقستان د الفارابي پوهنتون، چې د دغه هېواد تر ټولو  غوره ملي پوهنتونونو څخه دی له رییس سره اکاډمیک هوکړه لیکونه لاسلیک شول. البته اوس هم تر څلوېښتو زیات افغان محصلین د بورسونو له لارې په دغه هېواد کې د بېلابېلو علومو په زده کړه بوخت دي. د الفارابي ملي پوهنتون رییس د کابل پوهنتون د رییس تر خبرو وروسته، چې  د دوی ستاینه یې پکې کړې وه او تر هوکړه لیک وروسته یې وکړې، د قدردانۍ او مننې تر څنګ افغانانو ته د تعلیمي او تحصیلي فرصتونو د برابرولو لپاره د قزاقستان او الفارابي ملي پوهنتون لخوا ژمنه وکړه.

ښاغلي حمیدالله فاروقي د انجمن سکرتر ته بلنه ورکړه چې د کابل، هرات او ورېښمو لارې د حوزې د نورو ولایتونو لیدنه وکړي، همدارنګه وړاندیز وشو چې نورو پوهنتونو په ځانګړي ډول بدخشان، البیروني، بلخ، بامیان او پروان پوهنتونو ته هم د دغه انجمن غړیتوب ورکړل شي. سکرتر جنرال ډاکټر هوانګ وړاندیزونه ومنل او ژمنه یې وکړه چې په یوه مناسب فرصت کې حتما افغانستان ته راځي او د کابل پوهنتون مېلمه کېږي. همدارنګه یې وعده وکړه چې د افغانستان نورو پوهنتونو ته د غړیتوب ترلاسه کولو موکه برابروي.

ښاغلي حمیدالله فاروقي د انجمن سکرتر ته بلنه ورکړه چې د کابل، هرات او ورېښمو لارې د حوزې د نورو ولایتونو لیدنه وکړي، همدارنګه وړاندیز وشو چې نورو پوهنتونو په ځانګړي ډول بدخشان، البیروني، بلخ، بامیان او پروان پوهنتونو ته هم د دغه انجمن غړیتوب ورکړل شي. سکرتر جنرال ډاکټر هوانګ وړاندیزونه ومنل او ژمنه یې وکړه چې په یوه مناسب فرصت کې حتما افغانستان ته راځي او د کابل پوهنتون مېلمه کېږي. همدارنګه یې وعده وکړه چې د افغانستان نورو پوهنتونو ته د غړیتوب ترلاسه کولو موکه برابروي.

د دې تر څنګ ښاغلي فاروقي په دغه انجمن کې د ورېښمو لارې د نورو پوهنتونو شاملېدل ډېر اغېزناک او دغه کرښه یې د اکاډمیکې ټولنې د همپالنې او د سیمې لپاره یې د نېکمرغۍ تامینوونکې او د پرمختګ او سولې راوړونکې وبلله او له دې لارې یې د ۲۰۳۰ کال لپاره یې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا د برنامې موخو ته رسېدل ممکن وګڼل او ګډونوال یې دغې موخې ته رسېدو ته چې د دې ناستې یوه هیله وه، وهڅول.

د یادولو وړ ده چې ورېښمو لارې پوهنتونونو په پنځمه کلنۍ ناسته کې د کابل پوهنتون پلاوي په اجنډا کې په شاملو برنامو کې د فعال ګډون تر څنګ لاندې لاسته راونې درلودې:

۱ـ د قراقستان له الفارابي پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه لیکونه چې په وروستیو کلو کې د کابل پوهنتون د استادانو او محصلانو هیله وه؛ خو دا فرصت نه برابرېده.

۲ـ د ورېښمو لارې پوهنتونونو د محصلانو د انجمن د مرستیالۍ د موقعیت لاسته راوړل

۳ـ په الماتي کې له مېشتو افغان محصلانو سره د لیدنې موقع برابرول چې د جلالتمآب ولسمشر د سلاکار په توګه د کابل پوهنتون د پلاوي د هڅو او علاقه مندۍ پر اساس الماتا ښار ته د پلاوي د رسېدو په لومړۍ ورځ تر غرمۍ وروسته او له شلو تنو محصلانو سره د لیدنې په جریان کې چې په یوه محدود فرصت کې حاضر شول او له برابرو شوو تحصیلي فرصتونو څخه د ګټې اخیستو او ستونزو په اړه یې ځانونه خبر کړل. او خپل مسلکي او تخصصي برخه کې یې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل. په دغه هېواد کې یې د بافضیلته او مسوولو افغانانو په توګه په ځانګړې توګه د افغاني ټولنې او کوربه هېواد د قوانینو، ارزښتونو او اخلاقو رعایت ورسره شریک کړ. د دې تر څنګ یې د لوړو زده کړو په برخه کې د ولسمشر او دولت ځانګړې پاملرنه وستایله.

۴- په قزاقستان هیواد کې میشت افغان محصلینو د کابل پوهنتون له رییس سره خپلې ستونزې شریکې کړې، د هغوی د ستونزو تر اورېدو تر څنګ یې وعده وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې او د هغوی په له منځه وړلو کې ګامونه پورته کړي. افغاني هئیت د وږي میاشتې په ۳۰ د شنبې په ورځ هیواد ته راستون شو.

۵- د هئیت رییس ښاغلي فاروقي موقع تر لاسه کړه تر څو په اړوندو موضوعاتو له سیمه ييزو خبریالانو سره خپل نظرونه شریک کړي او د هیواد د اکاډمیکې ټولنې موقف د هیواد وګړو ته وړاندې کړي.