د کابل پوهنتون د فوټبال وروستی لوبه د وترنري علومو پوهنځي ټیم په اتلولي پایته ورسېده

د کابل پوهنتون وروستی لوبه د وترنري علومو او ژبو او ادبیاتو پوهنځيو ترمنځ د یوې په زړه پورې او د پام وړ لوبې په توګه د دې دواړو ټیمونو د سلګونو مینه والو په وړاندې د دې پوهنتون په سپورټي لوبغالي کې تر سره شوه او د وترنري پوهنځي په اتلولي پایته ورسېده.

دا لوبې هر کال د کابل پوهنتون د ۲۱ګونو پوهنځيو ټیمونو ترمنځ جوړیږي، د روان کال سیالي د یوې میاشتې په دوام د دې پوهنتون د ۲۱ ګونو پوهنځیو د یو-یو ټیم ترمنځ پیل شوې، چې په پایله کې د وترنري پوهنځي د هنرونو او ادبیاتو پوهنځيو په وړاندې د ګتولو او په نیمه پایلوبه کې د حقوقو پوهنځي په ماتولو سره یې د دې سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه. نن د وران کال د تلې میاشتې ۳ نېټه د وترنري او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تر منځ پایلوبه تر سره شوه، چې د لوبې په اوږدو کې هر ټیم د یو- یو ګول په وهلو سره مساوي شول او په پایله کې خبره د پاینلتي وهلو ته ورسېده. د دې سیالي په پایله کې د خپلو لوبغاړو په دقیقو ګولو سره د وترنري پوهنځي وکولای شول، چې د دې لوبو ګټونکی او د اتلولي جام خپل کړي. 

په همدې حال کې ددې لوبو په لړ کې د پوهنتون منتخب تیم لپاره هم ۲۲ کسان وټاکل شول، د وترنري پوهنځي لومړی مقام او د ادبیاتو پوهنځي دوهم مقام، همدارنګه مصطفی صالحي د لوبو اقای ګول او غوره لوبغاړي او د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي یو تن استاد، چې د دې لوبو مالي ملاتړ په موخه یې د دې لوبو اخلاقي جام تر لاسه کړ. په دې سیالي کې د  ټیمونو د سلګونو مینه والو سره په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې او د کابل پوهنتون سرپرستې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، د پوهنتون ورزشي امر، د هیواد د فوټبال ملي فدراسیون استازو او د ځینو رسنیو استازو هم شتون درلود، چې په پورته پایلې سره لوبه د غرمې په ۱۲:۳۰ پایته ورسېده.