په کابل پوهنتون کې د چین هیواد د کنسوی ولایت د فولکلوري موسیقي ډلې له لورې هنري او کلتوري برنامې تر سره شوې

کابل پوهنتون د روان کال د تلې ۲ نېټه د سې شنبې په ورځ د دوست هیواد چین خلق جمهوریت د تاسیس اویایمې کلیزې، چې د افغانستان د ازادي بېرته اخیستو سلمې کلیزې سره برابره ده، د چین هیواد د کنسو ولایت د فولکلوري موسییقي ډلې له لوري هنري او کلتوري برنامې تر سره شوې. پدې ښکلو او د لیدلو وړ برنامو کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې او د کابل پوهنتون سرپرستې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي، د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي، د چین هیواد سفارت پولیس قونسل ښاغلي یانګ دونګ وي، د اغلې دانګ په مشري د کنسو موسیقي ډلې غړو او د کابل پوهنتون استادانو، د ډیپارټمنټ امرینو او محصلینو ګډون کړی وو.

د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې او د کابل پوهنتون سرپرستې اغلې پوهنوالې تفسیرې هاشمي د برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او په کابل پوهنتون کې یې پدې هنري او کلتوري برنامې خوښي وښوده. مېرمن هاشمي د دوست چین هیواد د تاسیس اویایمې کلیزې مبارکي تر څنګ یې د کابل پوهنتون په استازیتوب له افغانستان سره د چین دوست هیواد همکاریو په ځانګړېتوګه له کابل پوهنتون سره د همکاریو څخه مننه وکړه او په لا زیاتو همکاریو یې تاکید وکړ.

وروسته په کابل پوهنتون کې د چین هیواد سفارت اتشې او پولیس قونسل ښاغلي یانګ دونګ خبرې وکړې او د افغانستان سلمې کلیزې مبارکي یې ورکړه، د چین هیواد د کنسوی ولایت په اړه او د هغه په تاریخي اهمیت، چې د ورېښمو لارې په وصل کولو یې خبرې وکړې. نوموړي د چین هیواد د کنسوی ولایت په اړه وویل، دا ولایت د ورېښمو لارې د پیل ټکی او لاره وه، چې چین یې اسیايي او اروپايي هیوادونو سره نښلولی وو او دا دی د مېرمن دانګ تر سرپرستي لاندې د کنسو موسیقي ډله د دې تاریخي ولایت په نوم په مختلفو هیوادونو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي.

د دې برنامې په  دوام د دې ډلې غړو په ډلییز ډول د موسیقي د ښکلي نندارې په ترسره کولو یې پیل وکړ، چې د ګډون کوونکو د خوښې وړ وګرځېدې او هر یو په خپل وار سره د چین هیواد د محلي موسیقي د ډول- ډول موسیقي الې وغږولې او د دې نندارې ښکلا په رنګینه کولو کې رول درلود. د دې برنامې په  اوږدو کې هغوی ځینې هنري او ورزشي نندارې تر سره کړې، چې د ګډون کوونکو د خوښې وړ وګرځېدې.

دا هنري برنامه، چې د کابل پوهنتون مرکزي ايډيټوریم کې تر غرمې وروسته په یوه بجه پیل شوې وه، تر غرمې وروسته  په درې بجو پایه ورسېده.