د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د څلورشپېتمې دورې فراغت غونډه جوړه شوه

 

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د دې پوهنتون له بنسټیزو او پام وړ پوهنځیو له ډلې څخه ده او د خپلې لسانس څلور شپېتمې دورې فراغت غونډه یې د روان کال د وږي میاشتې په ۲۴ نېټه د دو شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د شرعیاتو پوهنځي رییس او استادانو، فارغینو او د هغوی د کورنیو په شتون کې د یاد پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، خوښي یې وښوده، چې د شرعیاتو پوهنځي پدې د اهمیت وړ برنامه ( د متخصصانو او معنوي پانګې د فراغت ټولګې په څلور شپېتمې دوره)کې شتون لري.

ښاغلي فاروقي په ټولنه کې په عادلانه توګه د قانون پلي کول او د عدالت تامین د هیواد د اوسني کړکېچ د له منخه وړلو یواځینۍ لاره یاده کړه او له فارغینو څخه یې وغوښتل تر څو په هر اړخیز تعهد او خپلو لوړو علمي تواناييو سره د هیواد په قانوني او قضائي چارو کې د سمون په خاطر مهم رول ولوبوي او د خلکو او ټولنې لپاره غوره فرصتونه برابر کړي. د کابل پوهنتون رییس د شرعیاتو پوهنځي د یادې دورې د فراغت مبارکي ورکړه، د محصلینو د ظرفیت لوړولو او تحصیلي خدماتو په وړاندې کولو کې یې د شرعیاتو پوهنځي استادانو او مسوولینو نه ستړې کېډونکو هڅو څخه مننه او ستاینه وکړه.

په پای کې ښاغلي فاروقي فارغ شوي محصلین لوړو تحصیلي درجو ته د رسېدو لپاره وهڅول او هغوی ته یې د ماسټري او دکتورا تحصیلي دورې د جوړولو څخه خبر ورکړ..

وروسته د شرعیاتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنمل حفیظ الله حفیظ یادو محصلینو ته د فراغت مبارکي ویلو تر څنګ یې وویل، چې د شرعیاتو پوهنځي له ۱۳۳۰ کال راهیسې د یاد پوهنتون په چوکاټ کې د دیني علومو په مختلفو برخو کې کړنې تر سره کړې او په نورو تحصیلي او کلتوري بر خو کې هم زیات ظرفیت او توائي لري. پدې توګه په اسلام کې نر او ښځې ته د علم د تر لاسه کولو لپاره سپارښتنه شوې، هیله ده  د دې پوهنځي فارغین خپلې زده کړې ونه دروي او د علم او پوهې له لوی اقیانوس څخه په ځانګړې توګه د دین او معنیویت په برخه کې زیاته ګټه پورته کړي.

ښاغلي پوهنمل محمد معروف، ښاغلي دکتر نصرت الله نافع او ښاغلي تورن عبدالقسیم د دې برنامې د نورو ویناوالو څخه وو، چې هر یو یې په خپل وار سره د دې غونډې په هکله باارزښته خبرې وکړې او محصلینو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه. د یادو محصلینو فراغت غونډه د بریلیکونو په ورکړه او هیواد ته د خیر د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.