د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ زده کړې ملي مرکز له لسمې دورې څخه ۱۵۸ تنه فارغ شول

 

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز ستاژرانو د فراغت لسمې دورې غونډه، چې د روان کال د وږي میاشتې په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز رییس ښاغلي محمد کریم امیرزوی، د اساسي قانون په پلي کولو د څار خپلواک کمیسیون رییس ښاغلي محمد قاسم هاشمزي، د قضايي څار په چارو کې د لویې څارنوالي مرستیال ښاغلي غلام حیدر علامه، د تنفیش د عالي اداري د بودجوي واحدونو رییس ښاغلي محمد ظریف علم ستانکزي، د مدافع وکلانو د مستقلې ټولنې مرستیال ښاغلي عبید الله حمید، فارغینو او د هغوی کورنیو، د کابل پوهنتون استادانو او کارمندانو په ګډون د دې علمي بنسټ په مرکزي ایډیټوریم کې جوړه شوه.

د برنامې په پیل کې د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز رییس ښاغلي محمد کریم امیرزوی ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل،  د دې مرکز د رول، ځای او کړنو په هکله د خبرو تر څنګ یې له دې مرکز څخه د لسمې دورې ستاژرانو ته د فراغت مبارکي ورکړه.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د حقوقي زده کړو ملي مرکز د لسمې دورې ستاژرانو، د دوی کورنیو او د هیواد علمي ټولنې ته یې مبارکي ورکړه، د دې مرکز رهبري او استادانو له زحمتونو څخه د دې مرکز فارغینو او د هیواد حقوقي کورنۍ د حقوقي او مسلکي پوهې پیاوړتیا په هکله مننه او ستاینه وکړه.

ښاغلي فاروقي د قانون په پلي کولو او عدالت په تامین کې د فارغ شوو ځوانانو رول د قانون ملاتړ کوونکو او اجراء کوونکو په توګه مهم یاد کړ، له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو په همیشنۍ هڅه او مسلکي او تخصصي پوهې سره په عدلي او قضايي ادارو کې شته ستونزې له منځه یوسي. د کابل پوهنتون رییس د مسلکي او تخصصي پوهې د تر لاسه کولو په برخه کې د هغې ادارې په هڅو خبرې وکړې او زیاته یې کړه د دې علمي بنسټ رهبري تل پدې هڅه کې ده تر څو د تحصیلي خدماتو تر څنګ د هیواد ځوانانو لپاره په ښه توګه د مسلکي مهارتونو زده کړه هم برابره کړي.

وروسته د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمیسیون رییس ښاغلي قانونپوه دکتور محمد قاسم هاشمزي حقوقي زده کړو ملي مرکز په اهمیت خبرې وکړې، د دې مرکز د لسمې دورې ستاژرانو د فراغت مبارکي یې ورکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو په سم شکل د هیواد عدلي او قضائي ټولنې لپاره د خدمت جوګه شي.

په ورته وخت کې د قضايي تعقیب په چارو کې د لویې څارنوالي مرستیال ښاغلي دکتور غلا حیدر علامه، د تنفیش د عالي اداري د بودجوي واحدونو رییس ښاغلي محمد ظریف علم ستانکزي او د مدافع وکلانو د مستقلې ټولنې مرستیال ښاغلي عبید الله حمید هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د لسمې دورې ستاژرانو د فراغت مبارکي یې فارغینو او کابل پوهنتون ته وویله. د دوی په وینا د یو هیواد مسلکي پوهه او پرمختګ له یو بل سره نېغې اړیکې لري، په هره اندازه، چې د یو هیواد د وګړو مسلکي پوهه لوړه شي په همغې اندازه به هغه هیواد پرمختګ وکړي.

پدې برنامه کې د فارغینو استازو هم خبرې وکړې او د کابل پوهنتون رهبري، د حقوقي زده کړو ملي مرکز او اړوندو استادانو څخه یې مننه وکړه. د غونډې په پای کې د دې مرکز فارغینو لپاره فراغت لیکونه، د استادانو، کارکوونکو او ممتازو فارغینو لپاره ستاینلیکونه د کابل پوهنتون رهبري او د حقوقي زده کړو ملي مرکز له لوري ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز له ۱۳۸۷ هـ ل نه تر اوسه پورې ۱۶۳۷ تنه حقوقي ستاژران د هیواد قضائي او عدلي ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې له هغې ډلې څخه ۱۲۰۵ نران او ۴۳۲ تنه یې ښځینه دي. د دې مرکز د لسمې دورې فراغت کې ۱۵۸ ستاژران فارغ شول، چې له دې ډلې څخه ۱۲۰ تنه نران او ۳۸ تنه ښځينه دي.