د کابل پوهنتون په لیلیه کې کمپیوټر لب پرانیستل شو

 

د روان کال د وږي میاشتې په ۲۳ نېټه د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د کابل پوهنتون د لیلیې محصلینو لپاره د انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې یو مجهز کمپیوتر لب د کابل پوهنتون رییس او اداري مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت مقاماتو، د مخابراتي خدماتو تنظیم ادارې (اترا) مسوولینو او د کابل پوهنتون د ای ټي کارکووکو او محصلینو په ګډون پرانیستل شو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي هغه غونډه کې، چې د دې مرکز د پرانیستې په موخه د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي مرکز (ITCK) په تالار کې جوړه شوې وه، کابل پوهنتون ته یې د میلمنو راتګ ته ښه راغلاست ووایه، د دې مهم مرکز په پرانیسته یې د خوښي په ښوولو سره وویل، د ویاړ ځای دی، چې د کابل پوهنتون لیلیه کې ساکن افغانستان شموله محصلینو لپاره د دې مرکز پرانیسته او ګټه اخیستنه، د څېړنې، زده کړې او له نړۍ سره نښتل په یو ډول د ټول افغانستان لپاره زمینه برابره، د هغوی د څېړنې ستونزې لرې او دا پوهنتون خپلو لوړو علمي او اکاډمیکو لوړو موخو ته نژدې کوي.

ښاغلي فاروقي د پرمختګ لکه د تحصیلي نصاب، درسي سیسټم تجدید، د تحصیلي زمینې جوړېدل او د پوهنتون د استادانو لپاره د اغېزمن ظرفیت رامنځته کول او د هیواد د لوړو زده کړو اداره کې د تالیف او ترجمې زمینه برابرول، په پوهنتونونو په ځانګړې توګه په کابل پوهنتون کې انټرنټ ته د لاسرسی، چې دوه کاله مخکې د هغې برنامې طرحې ته د اترا ادارې پاملرنه جلب شوه او یو اغېزمن ګام یې وشمېره او پدې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له مالي او اداري معینیت او د معلوماتي ټکنالوژي (IT) ریاست له هڅو او مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) له سخاوتمندانه همکاریو څخه مننه وکړه.

نوموړي د نورو علمي او اکاډمیکو برنامو د تحقق لپاره هیله څرګنده کړه او د دې پوهنتون له مسوولینو څخه یې وغوښتل تر څو د دې مرکز د څار او ساتنې او له دې مرکز څخه د محصلانو لپاره مناسبې او زیاتې ګټې اخیستنې ته زیاته پاملرنه وکړي تر څو  د لیلیې محصلینو ستونزې او اړتیاوې په پوره او دوامداره توګه هوارې شي. ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون د نجونې لیلیې لپاره هم د ورته مرکز د جوړېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت او اترا ادارې وړاندیز وکړ، چې د پوهنتون د پراختیاوي برنامو یوه برخه ده هم باید تر ژر پاملرنه وشي او خپلې مرستې ورسره وکړي.

د دې تر څنګ ښاغلي فاروقې د لوړو زده کړو وزارت د دې مرکز تشکیلاتي ستونزې د له منځه وړلو لپاره وړاندیز وکړ تر څو د دې مرکز لپاره وړاندیز شوی پرسنل هر څه ژر استخدام او دې پوهنتون ته معرفي کړي، چې د هغوی له لوري ومنل شو او ډاډ یې ورکړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور وویل، یو نیم کال وړاندې مو د لوړو زده کړو وزارت او مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) سره د لوړو زده کړو وزارت په مربوطاتو کې د ۲۷ مهمو او ګټورو پروژو هوکړه کړې وه، چې په خوښي سره اوس یو په بل پسې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، چې د هغو له دلې څخه دا دی یوه نن د کابل پوهنتون په لیلیه کې د کمپیوټر لب پرانیسته ده. ښاغلي مهجور د لوړو زده کړو وزارت له لوري وعده وکړه، چې د دې پوهنتون او د ولایتونو نورو پوهنتونونو د نجونو لیلیې لپاره هم د انټرنټي خدمتونو مرکزونه به جوړ شي تر څو نجونې وکولای شي د خپلو علمي اړتیاوو په پوره کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي. نوموړي د دې مرکز د رامنځته کېدو په خاطر د اترا ادارې او کابل پوهنتون له مسوولینو څخه مننه وکړه.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال هم پدې محفل کې خبرې وکړې او د دې ادارې په برنامو او فعالیتونو رڼا واچوله ویې ویل، دا اداره د دولتي بنسټونو په ۲۶ نورو پروژو، چې د هغې له ډلې څخه د بامیانو، کندهار، ننګرهار او بادغیس پوهنتونونو باندې کار جریان لري، چې د خوښي ځای دی د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت او روغتیا وزارت یې په لومړیتوب کې ځای لري

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژي رییسې اغلې پوهنملې شکرې جمال د دې غونډې د بلې ویناوالې په توګه پدې محفل کې په پوهنتونونو کې د انټرنټي خدمتونو په اړه یې د دې ریاست او لوړو زده کړو وزارت له برنامو څخه یادونه وکړه.

د دې پرانیست غونډې په پای کې هغو کسانو، چې د دې پروژې په تکمیل کې رول درلوده د کابل پوهنتون ریاست له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول، وروسته د ګډون کوونکو په شتون کې د هلکانو لیلیې د کمپیوټر لب مرکز د پټۍ په پرې کولو سره په رسمي ډول پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

د یادونې وړ ده دا مرکز، چې د کابل پوهنتون د هلکانو په لیلیه کې موقعیت لري، ۸۰ پایې کمپیوټرونه له لوړ ظرفیت انټرنټ سره وصل دي، چې د ورځې پدې لیلیه کې د ساکنو تر زرو زیاتو محصلینو د ګټې وړ ده او پدې لیلیه کې  ټولو اوسېدونکو محصلینو لپاره خدمات وړاندې کوي.