د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ له رییس سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د وږي میاشتې په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ له رییس ښاغلي شاکر وایووت سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د ترکیې معارف بنسټ رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کابل پوهنتون د تاریخچې په هکله معلومات ورکړل او په مختلفو برخو کې یې د تر کیې هیواد له مرستو په ځانګړې توګه له کابل پوهنتون سره یې ترې مننه او درناوی وکړ.

ښاغلي فاروقي کابل پوهنتون په هیواد کې د قدیمي پوهنتون په توګه یاد کړ، چې د واړه افغانستان په توګه وو او د دې علمي بنسټ لومړی رییس د دوست ترکیې هیواد یو پوهه شخص وو. ښاغلي فاروقي د دواړو افغانستان او ترکیې هیواد په علمي، کلتوري او سیاسي اړیکو هم خبرې وکړې، د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي ښې یادې کړې، همدارنګه د افغانستان د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې د ترکیې هیواد وروستي هڅې یې وستایلې او د افغانستان لپاره یې د زده کړه ییزو فرصتونو د برابرولو څخه مننه او درناوی وکړ.

ښاغلي فاروقي وویل، چې کابل پوهنتون او د دې علمي بنسټ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي څانګې تل د دواړو هیوادونو د علمي او کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوله او پدې برخه کې ترکي څانګې د اغېزمن بنسټ په توګه پدې برخه کې د ارتباطي پل په توګه عمل کړی، اغېزمنې برنامې او فعالیتونه یې تر سره کړي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ رییس ښاغلي شاکر وایووت په کابل پوهنتون کې یې په خپل شتون خوښي وښوده او افغان ملت ته د معیاري زده کړو زمینې برابرولو په خاطر یې په افغانستان کې د ترکیې دولت او د هغه هیواد د معارف بنسټ له تعهداتو خبر ورکړ. ښاغلي وایووت افغانستان یې یو د دوست او نیک همکارو هیوادونو له ډلې څخه یاد کړ، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د ترکیې هیواد سره همکاري دوام درلود. نوموړي په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ د معارف د پراختیا لپاره یواځینۍ بنسټ او معیاري خدماتو ته د زده کوونکو لاسرسی وباله، همدارنګه هغه اداره یې د دواړو هیوادونو تر منځ د علمي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د ښې زمینې په توګه یاده کړه.

پدې ناسته کې د ترکیې او افغانستان د لوړو زده کړو بنسټونو نندارتون، د ترکیې معارف ادارې سره د کابل پوهنتون د پوهنځیو د وروستیو ټولګیو د ممتازو محصلینو همکاري، په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ سره د کابل پوهنتون استادانو همکاري او د کابل پوهنتون له لوري د ترکیې محصلانو لپاره د سکالرشیپونو ورکړه د بحث موضوعات وو، چې دواړو لورو پدې برخه کې هوکړه وکړه، د یادو مباحثو څخه د کابل پوهنتون د تیاري اعلان تر څنګ پدې پرېکړه وشوه، چې یاد موضوعات د قانوني لارې څخه د یو موفقه شوي او معیاري هوکړه لیک په چوکاټ کې پلي شي.

د ترکیې معارف بنسټ رییس د کابل پوهنتون او په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د تاکید تر څنګ یې د کابل پوهنتون څخه هیله وکړه تر څو په مختلفو برخو د هغې له ډلې د یادو بحثونو په برخه کې هر اړخیزه همکاري ونه سپموي. همدارنګه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر هم د بحث وړ موضوعاتو څخه استقبال وکړ او پدې برخه کې یې د هر ډول مرستې او همکاري وعده ورکړه.

په پای کې د ترکیې معارف بنسټ د رییس له لوري د کابل پوهنتون رییس ته په پام کې نیول شوې تحفه ورکړه او ښاغلي فاروقي د ستاینې او مننې سره تر لاسه کړه.