د احمد شاه مسعود؛ د سولې او ازادي د لارې شهید کتاب د دکتور مجیب الرحمن رحیمي په اهتمام او هڅه چاپ او په کابل پوهنتون کې یې مخ کتنه وشوه

د روان کال د وږي میاشتې په ۲۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ « احمد شاه مسعود؛ د سولې او ازادي د لارې شهید» کتاب، چې د مقالو ټولګه ده د لیکوال او سیاسي شنونکي دکتور مجیب الرحمن رحیمي په هڅه او کوښښ تدوین شوی او په یو باعظمته محفل کې یې د کابل پوهنتون په مرکزي تالار کې د هیواد د پېژندل شوو علمي او سیاسي شخصیتونو، روڼ اندو او محصلینو په شتون کې یې نقد او مخکتنه وشوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د لومړي ویناوال په توګه د دې محفل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د محرم میاشتې، د شهید اوونۍ او د هیواد د ملي قهرمان د شهادت د اتلسم تلین یې ټولو ګډونوالو ته تسلیت ووایه. ښاغلي فاروقي د هیواد د ملي اتل د ژوند او کارونو په اړه خبرو سره د علاقې د ښوولو د هغه کس په توګه، چې هغه سره مل، هم نسل او هم زمانه دی وویل، شهید احمد شاه مسعود هغه څوک وو، چې په تدبیر، رهبري، فداکاريو او په خپل شهادت سره یې د هیواد تاریخ بدل کړی دی او د افغانستان په تاریخ کې یې نوې پاڼې پرانیستي دي.  نوموړي د دې ډول اثارو د خپرولو لپاره هڅې او د هیواد د ملي اتل د کارونو نقل یې د هم لارو او ملګرو یو د مهمو مسوولیتونو څخه وشمېره او د دې اثر د راټولونو، لیکلو او تدوین کوونکو په ځانګړې توګه د دې کتاب د خلق په برخه کې یې د دکتور مجیب الرحمن رحیمي له هڅو څخه زیاته مننه او ستاینه وکړه.

ښاغلي فاروقي د علمي او کلتوري مسایلو په اړه د کابل پوهنتون د هڅو څخه یادونه وکړه ویې ویل، دا پوهنتون ویاړ لري، چې د خپلو علمي موخو د تحقق لپاره یې تل د دې ډول درنو علمي برنامو جوړولو شاهد وو او نن د دې کتاب د مخ کتنې شاهد دی او په پای کې یې یو ځل بیا د عاشورا او شهید اوونۍ د مناسبت په هکله یې په تسلیت ویلو خپلې خبرې پای ته ورسولې.

وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال ښاغلي سید اقا فاضل سانچارکي د خپلو خبرو په پیل کې د دې اثر له ترتیبوونکو څخه مننه وکړه، خپلې خبرې یې د دې کتاب په اهمیت او د هیواد د ملي اتل د شخصتي ځانګړنو باندې وغځولې. نوموړي د خپلو خاطراتو او سترګو لیدلي حال په ویلو سره یې شهید احمد شاه مسعود په هیواد کې یو بېنظیر شخصت او د ځانګړو اوصافو درلودونکی رهبر یاد کړ، چې خپل عمر یې د هیواد د ازادي او عزت په لاره کې تېر کړی او د هیواد د سولې او ازادي په لاره کې شهید شو.

محمد ناطقي لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي د دې برنامې د بل وینا وال په توګه یې په پیل کې د دې اثر له ترتیب کوونکوو او کتاب یې په درې لویو برخو باندې تقسیم او د ارزښت وړ خبرې او تحیلیل وړاندې، د هیواد د ملي اتل سره یې د هغه مهال د خپلو خاطرو او همکاریو ته هم اشاره وکړه. نوموړي پدې کتاب کې د یو شمېر چاپ شوو مقالو د لیکلو په اوصافو نقد او د خپلو خاطرو په استناد او یاد سره یې احمد شاه مسعود څو اړخیز قومندان، نه تکرارېدونکی شخص او مدبره مدیر په توګه یې یاد کړ، چې د نظامي مسایل تر څنګ یې، له ټولنې، سیاست او کلتور سره هم زیاته علاقه درلوده.

د اجرائیه ریاست کلتوري سلاکار ښاغلي حشمت الله رادفر هم خبرې وکړې او پدې کتاب کې د چاپ شوو ملي او نړۍ والو پېژندل شوو څېرو مقالو او خاطرو په هر اړخیزې لوستنې سره یې هغه د هیواد د څلورو لسیزو تاریخ په اړه د څېړنې لپاره د جالبې او ګټورې محتوا او غوره منبع په توګه یاد کړ.

د برنامې په وروستۍ برخه کې دکتور مجیب الرحمن رحیمي، چې د دې اثر راټولونه او تدوین یې په غاړه درلوده خبرې وکړې او د دلایلو په تشریح، د هغه د راټولولو او د اړتیا انګېزه، د برنامې له ویناوالو او ټولو ګډونکوونکو او له کابل پوهنتون څخه یې د دې برنامې د جوړېدو په هکله مننه وکړه. د دې اثر مخکتنه، چې په ۱۰۲۳ مخه کې د عازم خپرونو له لوري خپور شوی دی، د غرمې په ۱۲ بجو هیواد ته د خیر او برکت د دعا په کولو سره پایته ورسېده.