په لوړو زده کړو وزارت کې د محرم میاشتې لسمه و نمانځل شوه

د محرم میاشتې لسمه یا عاشورا مراسم د روان کال د وږي میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د مرکز څلورو پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شول، پدې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د پوهنتونونو یو شمېر رییسانو، د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، حکومت یو شمېر پخوانیو وزیرانو، د ملي شورا وکیلانو، روحانیونو، استادانو، د مرکز د پوهنتونونو کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.

د مراسمو په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي دې وزارت ته ټولو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د محرم میاشتې رارسېدل یې ټولو حاضرینو او د هیواد ټولو وګړو ته تسلیت ووایه. ښاغلي بالاکرزي د محرم او عاشورا ورځو څخه نمانځنه د افغانانو په ځانګړي توګه د محصلینو لپاره د وروري او یووالی وباله، ویې ویل ډول ډول بې ځایه او بده دفاع ، چې د یو شمېر نامیمونو ډلو له لوري په جریان کې ده، له دین څخه دفاع نده بلکې هڅه ده تر څو د اسلام څېره د واقعیت خلاف وښيي، ولې د اسلام دین د خلکو تر منځ د یووالی، ورورګلوي او برابري دین ده. د لوړو زده کړو وزیر له هیوادوالو په ځانګړي توګه له محصلینو څخه وغوښتل تر څو له یووالي او خواخوږي سره خپل تعهد د دین په نسبت وښيي او د امام حسین (ع) او د دین نور مشران له ځانه راضي کړي.

وروسته د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ښاغلي قانونپوه سرور دانش د محرم او عاشورا میاشتې د رارسېدو او د شهید اونۍ یې د هیواد ټول ملت ته تسلیت ووایه، د هیواد د ټولو مذهبونو د پیروانو ترمنځ یې په وروري او یووالي خوښي وښوده، د لوړو زده کړو وزارت او د مرکز له پوهنتونونو څخه یې د داسې باعظمته برنامو د جوړولو په خاطر مننه وکړه. ښاغلي دانش "عزت" او "حریت" یې د عاشورا او امام حسین د نهضت اصلي پیام یاد کړ او ویې ویل له پخوا وختونو څخه تر اوسه پورې په ټولنو کې دوه قسمه طبقو شتون درلود، چې یو یې عدالت غوښتنه او د حق د ورکوونې او یو بل منلو او تواضع وه، بله طبقه د انحصار طلبي زور زیاتي او جګړې او په هره بیه د قدرت تر لاسه کول، چې د امام حسین قیام تر هر څه زیات د عدالت غوښتنې او پر باطل د حق بریاليتوب دی، چې تل یې د یوې تاريخي ازادي غوښتنې او عدالت طلبي پر لور د حرکت د یوې الګو په څېر وو او وي به.

استاد دانش د خپلو خبرو په لړ کې په هیواد کې په روانو مسئلو سولې او ټاکنو خبرې وکړې او په پای کې یې د هیواد له ځوانانو وغوښتل تر څو د عاشورا په  ورځو کې له احساساتي او افراطي کړنو مخنیوی وکړي او د عاشورا پیام په غوره ډول سره انتقال کړي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي خبرې پیل کړې په پیل کې یې د لوړو زده کړو وزارت، د مرکز پوهنتونونو او په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې او په سمه او غوره ډول یې د دې برنامې مدیریت په خاطر مننه وکړه او د محرم میاشتې د لسمې او د شهید اوونۍ د راسېدو په هکله یې د هیواد ټول ملت او د پوهنتون محصلانو ته تسلیت ووایه. د کابل پوهنتون رییس په برنامه کې حاضرو محصلینو ته  په خطاب کې وویل تاسو د نن ورځې غونډه کې خپل سیاسي بلوغ، د یووالي او خواخوږي حس مو نندارې ته وړاندې کړ، کوښښ وکړئ تر څو د ورونو په څېر ژوند وکړئ او تر منځ مو یووالي وساتئ.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه د امام حسین د قیام موخه د ناپوهي او تیارې، د زورویلو نفي، بې عدالتي، ظلم او د عزت او عدالت د ساتنې او د نیکه حضرت رسول الله (ص) د سنت د دوام او احیاء لپاره مبارزه وه، چې هر څنګه یې په ښکاره ماته وخوړه، ولې په واقع کې یې د خپلې وینې په تویېدو سره اسلام ته لویه کامیابي په نصیب کړه او د یو مقاومت نه هېرېدونکی پیام یې مسلمانانو او نړۍ والو ته ولېږداوه. نوموړي وویل د عاشورا پېښه په نړۍ کې له هېڅ یوې پېښې سره نه پر تله کیږي او په با عظمته توګه د دې برنامې د نمانځنې په موخه یې د دې برنامې له جوړوونکو او د کربلا د تلپاتې مبارزې په اړه یې د نړۍ د نوموتو شاعرانو او مشرانو د خبرو سره یې خپله وینا پایته ورسوله، افغان ملت ته یې د عزت او تلپاتې سولې هیله وکړه.  

همدارنګه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی عبدالجلیل فقیه او يو شمېر نورو ګډونوالو د موضوع په هکله خبرې وکړې، هر یو  په خپل وار سره د شورا د قیام، د امام حسین د رشادت او قهرماني او د باوفا ملګرو په هکله یې خبرې وکړې.

یاده برنامه  د غرمې په ۱۲ بجو د کابل طبي پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند وحید الله مومند له لوري هیواد ته د خیر او بریالیتو د دعا کولو سره پایته ورسېده.