د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیې نوی رییس معرفي شو

 د روان کال د وږي میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیې نوی رییس ښاغلی امید مهریار د دې اتحادیې د نوې او تېرې رهبري په شتون کې معرفي شو.

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه د دې پوهنتون په مدیریت کې یو د اصلي ارکانو په توګه مهم رول درلوده، چې د هغې رهبري هر کال د دې د غړو له لوري ټاکل کیږي. جاوید فاروس د ژورنالیزم پوهنځي محصل د دې اتحادیې پخوانۍ رییس وو، چې پدې پوهنتون کې د هغې د زده کړو د پایته رسېدو سره پدې اتحادیه کې د هغه ماموریت هم پایته ورسېده او اوس د دې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل امید مهریار د غړو د ټاکنو له لارې د دې اتحادیې د نوي رییس په توګه د یو کال لپاره وټاکل شو.

د دې اتحادی د نوي رییس د پېژندنې په برنامه کې، چې د دې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د دې اتحادیې پخواني رییس جاوید فاروس د دې اتحادیې د اداري هئیت او غړو په یو کلنو لاسته راوړنو رڼا واچوله، د دې بنسټ د ملاتړ په خاطر یې د پوهنتون له رییس او رهبري هئیت څخه مننه وکړه. 

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې اتحادیې د تېرې رهبري څخه یې د محصلینو چارو د ښه والي، د پوهنتون له رهبري سره  همکاري، علمي او جوړښتي لاسته راوړنې،  د محصلینو تر منځ یې د یو بل منلو کلتور د دودولو په موخه مننه وکړه، ویې ویل، څلویښت کاله مخکې د دې پوهنتون د محصلین تر منځ اتحادیې ته د ورتګ لپاره زیاتې هڅې او کوښښونه کېدل، ولې د ځوانانو د فعالیت او تشکیلاتو تاریخ څېړنه په ځانګړې توګه د دې پوهنتون د محصلینو اتحادیه مونږ دې پایلې ته رسوي، چې په خواشیني سره په هیواد کې د ناسمو بدلونونو دا اتحادیه تر زیاته سیاسي او سیاست زده شوې وه، چې په پایله کې یې د قومیت، سمت، فکري انحطاط، کلتوري، اخلاقي او اکاډمیک کړنو شاهدان وو، ولې په خوښي سره په وروستیو کلنو کې د پوهنتون رهبري هېیت د جدي پاملرنې او د دې پوهنتون د ګرانو محصلینو د قدر وړ تعهد پر بنسټ د محصلینو اتحادیې ځانته هیله بښوونکی رنګ غوره کړی او د دې پوهنتون په رهبري او مدیریت کې مهم رول تر سره کړی دی او پوهنتون یې لوړو اکاډمیکو موخو ته نژدې کړی دی.  

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د دې اتحاديې د پخوانیو غړو د همیشنیو هڅو څخه یادونه وکړه او د هغوی د مسوولیت اخیستو په اړه یې وویل، د دې اتحادیې د یو کال اغېزمن فعالیت په لړ کې تر ننه د یوې منفې نکتې په توګه ورڅخه یادونه وکړو، په دې توګه له هغوی څخه ستاینه درناوی کوو تر څو د دې اتحادیې په قالب کې په ډلییز او فردي ماموریت په تر سره کولو کې تر پخوا زیاته هڅه وکړي، د پوهنتون رهبري خپلو مدیریتي کمیو ته متوجه او ملګرتیا وکړي.

د دې برنامې په پای کې د اتحادیې تېرې رهبري د پوهنتون رییس او مرستیالانو ته د دوی د مدبرانه هڅو او مدیریت ته د درناوي په خاطر تندیسونه ورکړل. وروسته د پوهنتون ریاست د تندیسونو او ستاینلیکونو پر ورکړه د دې اتحادیې پخواني رییس جاوید فاروس او مدیره هئیت څخه ستاینه وکړه، د رهبري هئیت او د محصلانو د اتحادیې د غړو په شتون کې یې امید مهریار او د هغه مرستیالان د دې اتحادیې غړو ته په رسمي ډول وروپېژندل.

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې ټاکنې د روان کال د وږي میاشتې په ۱۰ نېټه د دې اتحادیې غړو په شتون کې د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې تر سره شوې، چې د هغې په پایله کې امید مهریار د حاضرو غړو د ۱۰۶ رایو په ګټلو بریالی شو او د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د نوي رییس په توګه د یو کال لپاره وټاکل شو.