د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او ادارې او تجارت څانګو د ماسټري برنامو څخه ۱۴۷ تنه محصلین فارغ شول

د روان کال د وږي میاشتې په ۱۵ نېته د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د  عامه ادارې او پالیسي او ادارې او تجارت څانګو د ماستري په کچه ۱۴۷ تنه محصلین په یو لړ مراسمو کې خپل اسناد تر لاسه کړل.

دا محصلین تېرو کلونو کې د یومف سویس – کابل نماینده ګي کې د ماسټري زده کړې لپاره نوملیکنه کړې وه، چې په سویس کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفارت او د هیواد د لوړو زده کړو وزارت د هغه اسناد او « د سویس یومف پوهنتون» له نوم څخه غلطه ګته اخیستنه ثابته شوه او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دې بنسټ د فعالیت د جواز په لغوه کېدو د لوړو زده کړو وزارت رهبري د پرېکړې او د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د دې محصلینو اسناد د زده کړو د دوام په موخه کابل پوهنتون ته انتقال شول او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ.

دا برنامه د لوړو زده کړو وزارت پخوانۍ وزیرې اغلې پوهاندې فریدې مومند، د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې اغلې پوهاندې سلامت عظیمي، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چار کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کنړ ولایت والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال، د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش رییس ښاغلي غلام داود شایق، د کابل پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، د ماسټري او دکتورا برنامو آمریت مسوولینو، محصلینو او د هغوی د کورنیو په ګډون د دې پوهنتون  په مرکزي ایډیټوریم کې جوړه شوه.

په پیل کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهندوی محمد نعیم عظیمي وینا وکړه او د دې برنامې ټولو ګډون کوونکو ته تر ښه راغلاست وروسته  یې د لېږد او تدریس په څرنکوالي او پدې محصلینو پورې اړوندو مسایلو یې هر اړخیز معلومات او راپور وړاندې کړ او د دې پروسې د مالي مسایلو په اړه  یې وویل، د یومف په نوم پوهنتون کې له دې محصلینو څخه په هر سمستر کې ۱۴۰۰۰۰ افغانۍ فیس اخیستل کېده، چې کابل پوهنتون ته په انتقال سره یې دا اندازه نیمايي ته راښکته شوه او له هغې ډلې څخه یې ۷۰ سلنه د استادانو د حق الزحمې او نورو اړوندو مسایلو په توګه او ۳۰ سلنه نورې یې د خالصو عوایدو په توګه د دولت حساب کې جمع شوې.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په  پیل کې کابل پوهنتون د میلمنو ګډون ته ښه راغلاست وویل او د کابل پوهنتون له لوري يې په بریالیتوب د دې پروسې پر بشپړېدو خوښي وښوده.

ښاغلي فاروقي وویل، درې کاله وړاندې د کابل پوهنتون د رییس په توګه یوشمېر سودجوو کسانو له لوري د غلطې ګټې اخیستنې په موخه د «سویس یومف» پوهنتون د جوړېدو مسئله راپورته شوې وه، یوه مبهمه  او په ورته وخت کې مهمه وه، چې له یو لوري د کانکور د ازموینې له لارې د محصلینو په ورتګ کې یې زمونږ لاسونه تړل  او له بل لوري د کادرونو په توګه او  د هیواد راتلونکي جوړوونکو په توګه مونږ ته مهم وو، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري هئیت تر زیاتو هڅو او تدبیر نیولو وروسته او د کابل پوهنتون د درسي برنامو او دې ته ورته نورو موضوعاتو پر مخ وړلو موضوعاتو مسوولیت په غاړه واخیست، دې پوهنتون ته د دې معضل د تکمیل او حل ماموریت وروسپارل شو، چې نن ورځ د هغو نه هېرېدونکو هڅو د پایلو شاهدان  یو.

نوموړي وویل د دې معضل په حل او د دې ماموریت په تکمیل کې د یو اکاډمیک شخصیت په توګه د هیواد د جلالتمآب جمهور رییس رول، د لوړو زده کړو پخواني او اوسني پوهه او هوښیاره وزیرانو اغلې پوهاندې داکټرې فریدې مهمندې او ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، معینانو، رییسانو په  ځانګړې توګه د دې وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رییس ښاغلي پوهندوی محمد امیر کامه وال، د مالي سرپرست وزیر او په زیربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي محمد همایون قیومي، د هیواد لوی څارنوال ښاغلي څارنپوه محمد فرید حمیدي، د کابل پوهنتون مرستیالانو او استادانو رول فوق العاده روښانه او د احساس وړ وو، چې په یقین سره د دوی هڅې به هېڅ  وخت هېرې نشي. پدې توګه د دې محصلینو د فراغت جشن، د کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت بریالیتوب او د هیواد د کادرونو او درنو ځوانانو د کامیابي جشن دی.

ښاغلي فاروقي یادو محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې خوشبختانه د کابل پوهنتون رهبري هئیت، استادانو او کارمندانو د هڅو په پایله کې دا پوهنتون اوس په ملي او نړۍ واله کچه له لوړ باور څخه  برخمن دی او کوم اسناد، چې تاسو نن تر لاسه کوی د لوړ اکاډمیک اعتبار څخه برخمن دي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې له محصلینو وغوښتل تر څو خپلو زده کړو ته تر لوړو پوړیو پورې دوام ورکړي، ځانونه د وخت غوښتنو ته عیار کړي او د فراغت جشن د خدای پاماني نه بلکې د هیواد د ډول- ډول معضلاتو د حل د همکاریو په برخه کې د پیمان  د تازه کېدو په توګه وپېژني او په پای کې د دې دورې په اوږدو کې د کمیو او ستونزو په خاطر بښنه وغوښته، د فراغت مبارکي یې وویله، وعده یې وکړه تر څو د خپل توان په اندازه له هغوی سره همکاري وکړي او د علمي کادر د استخدام په  توګه د ډول- ډول سلیقوي کړنو څه مخ نیوی وکړي.

د دې برنامې په دوام د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیرې اغلې پوهاندې فریدې مهمندې خبرې وکړې، ویې ویل د دې تر راتګ مخکې دا وزارت د عوایدو په یو نامشروع ګمرک  بدل شوی وو، چې د «سویس یومف» تر عنوان لاندې پوهنتون په  کابل کې دهغې له ډلې څخه یو وو، چې خوشبختانه په سویس کې د هیواد د سفارت د خبرتیا وروسته د دې بنسټ اسناد بې اعتباره او غیر قانوني یاد کړل دا مسئله په  جدیت سره وڅېړله او د دې بنسټ د فعالیتونو په بندېدو سره د دې محصلینو د زده کړو د دورې تکمیل یې کابل پوهنتون ته وسپاره، چې په خوشالي سره اوس په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. نوموړي د دې پروسې د پایته رسېدو په خاطر یې د کابل پوهنتون رهبري هئیت او استادانو له هڅو څخه مننه وکړه او محصلینو ته یې د دوی د فراغت مبارکي ورکړه.

د برنامې په پای کې د کابل پوهنتون د ماسټري برنامې د فارغینو له ډلې څخه یو تن ښاغلي احمد الیاس الیاسي د نورو فارغینو په استازیتوب خبرې وکړې، په خپل فراغت یې خوښي وښوده، له ټولو مسوولینو په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون رهبري هئیت او استادانو څخه، چې په پوره حوصله مندي سره یې د دوی د تحصیلي ستونزو په حل کې هڅې کړي مننه وکړه.

د دې برنامې په وروستی برخه کې د دې پوهنتون ۱۵ تنو مسوولانو او استادانو ته پدې پروسه کې د دوی د زحمتونو په موخه تندیس او د دې دورې پاتې نورو ۱۴۷ تنو فارغینو ته د ماسټري دورې د فراغت اسناد ورکړل شول.

دا برنامه د جمعې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو د خير او ښګېڼې د دعا په کولو او د یو ډلییز عکس په اخیستو سره پای ته  ورسېده.