په کابل پوهنتون کې د ملي یووالي حکومت اقتصادي فعالیتونو ارزونې کنفرانس جوړ شو

کابل پوهنتون په هیواد کې د یو پخواني او باوري علمي بنسټ په توګه د روان کال د وږي میاشتې په ۱۳ نېټه د چهار شنبې په ورځ د  ملي یووالي حکومت اقتصادي فعالیتونو ارزونې کنفرانس، چې د کابل پوهنتون یو تن استاد ښاغلي فضل احمد جویا له لوري د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز د ناستو په تالار کې جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې برنامې د یو ویناوال په توګه په پیل کې یې د دې کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، پدې پوهنتون کې یې د داسې برنامو جوړول ګټور او اغېزمن یاد کړل او د دې پوهنتون استادانو او د پالیسي څېړلو ملي مرکز مسوولینو څخه یې د داسې برنامو د ملاتړ او پراختیا ورکولو څخه مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي د اقتصاد په برخه او په هیواد کې یې د پراختیا په لاره کې ګڼو ننګونو باندې خبرې وکړې او ویې ویل، دا ستونزې له پخوا وخته تر اوسه شته دي، چې دا تل د هیواد په مالي سیسټم کې د تورم او نوساناتو سبب شوې او د اقتصاد په رکود او شاته وړلو باندې زیات اغېز درلودلای دی، څرنګه چې د ملي یووالي حکومت تر رامنځته کېدو یو کال مخکې د سیاسي، اقتصادي، او نظامي لېږو پر مهال ټول په یو وخت کې د پلي کېدو مرحلې ته لاړل او اقتصادي وضعیت په اندېښمنه توګه افول وو، همدارنګه د دې ډول ننګونو عواملو ابعاد په دقیقه او لازمه توګه وڅېړي او هغه له منځه یوسي او د سمو او معقولو اطلاعاتو لاسته راوړل دي، چې خوشبختانه  د کابل پوهنتون استادانو دې مهم امر ته تل پاملرنه کړې، تل یې علمي بحثونه او لیدلوري او د مختلفو موضوعاتو د هغې له ډلې اقتصادي مهم او اساسي یې تر څېړنې لاندې ونیسي، موندنې او نتیجې یې له مسوولینو او د چارو له تنظیموونکو ته د اجرا معقولې پالیسي وړاندې کړې وې، چې اوسنۍ څېړنه هم زمونږ د پوهنتوني مسوولیتونو د ترسره کولو په برخه کې له هغو برنامو څخه ده.

د پوهنتون رییس د هیواد د اقتصاد په برخه کې لویې ننګونې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې تشویق او د زمینې نه برابرول د ارزښتونو په تخلیق او په بازار کې برخه اخیستل او اقتصادي فعالیتونه یاد کړل او په دوام یې هیله وښوده، چې د دې ډول مستدلو او علمي څېړنو په ترسره کولو سره حاضر غړي وکولای شي مطلوب معلومات تر لاسه کړي. نوموړي له ګډون کوونکو څخه وغوښتل تر څو د دې کنفرانس پایله د مختلفو لارو څخه د اجرائیو بنسټونو له مسوولینو او خلکو سره شریک او روښانه کړي.

وروسته د پالیسي څېړنو ملي مرکز رییس ښاغلي پوهنیار عبدالباقي بنوال د دې برنامې د ګډونوال له راتګ څخه مننه وکړه، له ټولو استادانو، محصلینو او څېړونکو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو په مختلفو برخو کې معیاري څېړنې تر سره کړې او د دې مرکز له لوري یې د دې ډول فعالیتونو تر سره کولو لپاره یې د ملاتړ تیاری وښوده.

پدې کنفرانس کې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او څېړونکو، دافغانستان د علومو اکاډمي څېړونکو او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې استازو هم شتون درلود. د دې برنامې په بله برخه کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار فضل احمد جویا، چې دا د اهمیت وړ څېړنه یې تر سره کړې او په یوه لسیزه په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې د اقتصادي وضعیت صعودي او نزولي بهیر څرنګوالي موضوع باندې د خپلې څېړنې پایلې وړاندې کړې.

په پام کې ده د دې څېړنې پایله د ټولو رسنیو له لارې اعلان شي او د چارو له مسوولینو سره شریکې شي. همدارنګه د څېړنې موندنې له دې لارې د علاقه مندانو د مطالعه لپاره له دې لارې خپرېږي.