د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځیو د لسانس او ماسټري شپې ټولګیو څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د وږي میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د مازیګر ۵ بجې په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون یو شمېر استادانو ور سره مله وو، د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځیو د لسانس او ماسټري دورې د شپې درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر له اړوندو استادانو، محصلینو او مسوولینو سره د دې ادارې تدریسي او اداري چارو خبرې وکړې، د عرایضو تر څنګ یې په مختلفو برخو کې د پوهنځیو د مسوولانو او محصلینو ګزارشونه او وړاندیزونه واورېدل. د دې لیدنې په دوام ښاغلي فاروقي د یادو پوهنځیو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې تر څو د اړوندو بنسټونو ستونزې لرې او په تدریسي او اداري چارو کې د ښه والي په موخه تر پخوا څخه زیاته هڅه وکړي تر څو د هیواد د محصلینو لپاره د لوست غوره زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنځیو د تدریسي او اداري چارو څخه څارنه او ارزونه د کابل پوهنتون د رهبري هئیت د همیشنیو برنامو څخه ده، چې په دوامداره توګه اداري چارې او د مسوولینو او محصلینو ستونزې څېړل کیږي. کابل پوهنتون د نوي تحصیلي کال (۱۳۹۸ – ۱۳۹۹) په لسانس دوره کې په ټولګیو کې د محصل اواستاد د معیاري تناسب په هکله پرېکړه شوې تر څو د دې پوهنتون د ۲۱ ګونو پوهنځیو - په یو ټولګي تر ۵۰ کسانو څخه زیات نه وي تر څو استاد وکولای شي په معیاري توګه د محصلینو اړتیاوو او درسي برنامو ته رسېدنه وشي کولای. د دې تناسب له مخې د ماسټري په ټولګیو کې ۳۰ تنه محصلین او د دکتورا په ټولګیو کې حد اکثره لس تنه محصلین شتون لري.