د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د وږي میاشتې په ۱۲ نېټه د دې پوهنتون د مختلفو مسایلو په اړه د کابل پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رییسانو او د دې شورا د غړو په ګډون د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي تر ریاست لاندې جوړه شوه.

یاده ناسته د دې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل ښار په درېمه ناحیه کې د تېرې شپې المناکه ځانوژونکي برید او په هیواد کې د وروستیو دردوونکو پېښو په اړه خپل تسلیت وړاندې کړ. نوی تحصیلي کال یې اکاډمیکې ټولنې په څانګړې توګه کابل پوهنتون ته مبارک ووایه او د ناستې غړو او د کابل پوهنتون نوي ګمارل شوي مالي او اداري مرستیال ته یې ښه راغلاست وویل. نوموړي همدارنګه د محرم میاشتې رارسېدل یې هم دې شورا، کابل پوهنتون او د هیواد شریف ملت ته تسلیت ووایه.

ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون د رواني مشاورې او مسلکي پرمختیا مرکز پرانیسته یې د علمي شورا غړو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ته مبارکي ورکړه، د دې پوهنتون د پوهنځیو رییسانو او استادانو څخه یې په معیاري ډول د پوهنځیو تدریسي او اداري چارو پر تنظیم  د دې شورا د تېرې پرېکړې د پلي کېدو څخه مننه وکړه، له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو د باکیفیته درسونو ورکړې د ښه پلي کېدو او ( OBE-SCL) درسي سیسټم په پام کې نیولو ته تر پخوا څخه زیاته پاملرنه وکړي.

د دې تر څنګ ښاغلي فاروقي د دې شورا له تولو غړو او د پوهنځیو له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو لاسونه سره ورکړي، په همیشني جديت او هڅو تر پخوا زیات د محصلینو او د دې لوی علمي بنسټ د مراجعینو ستونزې د امکان تر حده حل او له منځه یوسي تر څو د دې علمي او اکاډمیک بنسټ لوړ علمي معیارونه وساتل شي.

د دې ناستې پر دوام د دې پوهنتون د استادانو او علمي کادر غړو علمي ترفیع، د علمي رتبې تثبیت، د نویو استادانو ګمارنه، د دې پوهنتون د ماسټري او دکتورا اړوندو برنامو، د علمي شورا په ادرس راغلو مکتوبونو او وړاندیزونو په ۳۴ دوسیو خبرې وشوې او د هغو په اړوند د علمي شورا د غړو له لوري اړین تصمیم ونیول شو.

پدې برنامه کې د انجنیري پوهنځي له استادانو او محصلینو څخه، چې د کابل پوهنتون مډل په جوړونه کې یې هڅې کړې وې هم ستاینه وشوه، د کابل پوهنتون له لوري جوړ شوي ستاینلیکونه د رییس او علمي شورا د غړو له لوري ورکړل شول.

یاده ناسته د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل تر غرمې وروسته په ۱:۳۰ بجه هیواد ته د خیر او سرلوړۍ دعا په کولو سره پایته ورسېده.