د کابل پوهنتون نوی ګمارل شوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

مسعود پیروزي، چې پدې وروستیو کې د آزادې پروسې له لارې د کابل پوهنتون مالي او آداري مرستیا په توګه ګمارل شوی، د روان ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په ۱۰ نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له لوري د دې علمي بنسټ استادانو او اداري کارکوونکو ته ورپېژندل شو او په رسمي ډول یې په کار پیل وکړ.

هغه غونډه، چې په دې اړه د دې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون ښاغليو مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رییس ښاغلي مصطفی یونس زاده، د دې بنسټ د پوهنځیو رییسانو، استادانو او اداري کارکوونکو پکې ګډون درلود.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په پیل کې د دې برنامې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه د ښاغلي مسعود پیروزي په لارموندنې یې خوښي وښوده او دې بست ته یې د هغه د ګمارنې مبارکي ورکړه. ښاغلي فاروقي د هیواد په ادارو کې بدلون یو طبعي او عادي امر وباله او زیاته یې کړه، ښاغلي پیروزي یو هڅېدونکی ځوان وباله، له همدې امله یې د خپلو زیاتو هڅو او کوښښونو سره د مالي او اداري چارو ته د خپلو لوړو او اکاډمیکو معیارونو سره ځان برابر کړی او د دې پوهنتون مرستیالي پست ته د یو ازاد رقابت له لارې لاره ومونده.

ښاغلي فاروقي هیله وښوده، چې کابل پوهنتون وکولای شي د نوي مالي او اداري مرستیال په حضور کې اداري چارو ته ورسیږي او خپلو علمي موخو ته نژدې شي. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون پخوانی مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد رضا فرزام هم یو ريښتینی، متعهد او هڅېدنکی ځوان وباله، ویې ویل د پوهنتون په کچه د ښاغلي فرزام حوصله، بردباري، اخلاص او ريښتينې هڅې یوه نمونه وي. نوموړي د خپل ماموریت په دوران کې د مالي او اداري مرستیال په توګه وکولای شول لوی او ګټور کارونه تر سره کړي. نوموړي د دې پوهنتون د پخواني مرستیال کړنې ګټورې وبللې او هغه ته یې په علمي- څېړنیزو او نورو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد رضا فرزام د دې پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه د ښاغلي پیروزي ګمارنې مبارکي ورکړه، د خپلو کارونو د لاسته راوړنو د یادونې تر څنګ یې د کابل پوهنتون رهبري او نوي مالي او اداري مرستیال سره یې د هر ډول همکاریو د دوام وعده وکړه. پدې برنامه کې وروسته تر هغه، چې د ښاغلي پیروزي د ګمارنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت او جمهوري ریاست د لوړ مقام پشنهادي متن د بشري منابعو د امر له لوري ولوستل شو، د پوهنتون نوي ګمارل شوي مرستیال خبرې پیل کړې، د جمهوري ریاست لوړ مقام، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري څخه یې د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه پر ده د باور څخه مننه وکړه، تعهد یې وکړ، چې د دندې پر مخ وړلو او تر سره کولو کې به له همکارانو سره په ريښتینولي او جدیت ګډه همکاري وکړي.

د برنامې په پای کې د کابل پوهنتون د مخکیني مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد رضا فرزام د نیکو او غوره کارونو د تر سره کولو په مقابل کې د کابل پوهنتون له لوري ورته په نظر کې نیول شوی ستاینلیک د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له لوري ورکړل شو. وروسته له دې، چې پرانیستې برنامه تر غرمې مخکې په ۱۱:۳۰ دقیقو د خير په دعا سره پایته ورسېده، ګډون کوونکو د دې پوهنتون نوی ګمارل شوی مالي او اداري مرستیال یې خپل کاري دفتر رهنما او د کابل پوهنتون د رهبري له لوري په رسمي ډول معرفي شو.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي فرزام له تېرو دوه نیمو کلنو راهیسي د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده تر سره کوله. همدارنګه د دې پوهنتون نوي ګمارل شوي مالي او اداري مرستیال تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت کې د ملکي کارکوونکي په توګه دنده تر سره کوله.