د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت له کلتوري اتشې سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د وږي میاشتې په ۳ نېټه د یک شنبې په ورځ په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت له کلتوري اتشې ښاغلي دکتور رضا ملکي سره د خپل کار په دفتر کې په یولړ مسایلو خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په خپل دفتر کې د ایران کلتوري اتشې او مل هئیت ته ښه راغلاست وویل او له افغانستان سره د ایران له همیشنیو همکاریو او له کابل پوهنتون سره په کابل کې د دې هیواد سفارت کلتوري اتشې له حسن نظر څخه مننه وکړه.

د دې لیدنې په لړ کې ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون چاپېریالي حساسیتونو ته په اشاره د دې پوهنتون څوګونو ودانیزو پروژو، د دې پروژو په تخنیکي برخو کې په انضباتي او کاري نظم مسایلو یې تاکید وکړ او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دري څانګې ساختماني پروژې سره یې د کابل پوهنتون د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ.

وروسته په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري اتشې ښاغلي دکتور رضا ملکي د کابل پوهنتون له رییس سره په خپله لیدنه خوښي وښوده او د کابل پوهنتون رهبري ته یې د افغانستان د ازدۍ سلمې کلیزې مبارکي وویله. نوموړي کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري برخې سره د کابل پوهنتون همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه او دواړو لورو د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دري دیپارتمنټ ساختماني پروژې په اړه، چې په کابل پوهنتون د یو ایراني شرکت له لوري د جوړېدو په حال کې ده خبرې وکړې. د کابل پوهنتون رییس او په کابل کې د ایران کلتوري اتشې د دې پروژې پر وړاندې په شته ستونزو خبرې وکړې، په کابل کې د ایران کلتوري اتشې له کابل پوهنتون څخه وغوښتل تر څو د پروژې له مسوولینو سره هر اړخیزه همکاري ولري.

د دې لیدنې په پای کې د دې پروژې تخنیکي مسوولینو د دې پوهنځي د ساختماني نقشې په اړه د کابل پوهنتون رییس ته کلي معلومات وړاندې کړل او د پروژې په ځینو لازمو مسایلو یې خبرې او نظرونه شریک کړل.