د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون د نویو محصلینو د نوملیکنې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د روان کال د وږي میاشتې ۳ نېټه د یک شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د نویو محصلینو د نوملیکنې دویمه ورځ وه. پدې ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون د نشراتو په تالار کې د ۱۳۹۸ کال د نویو محصلینو د نوملیکنې له بهیر څخه لیدنه وکړه. ښاغلي فاروقي د نوم لیکنې د مسوولینو له لوري د ګزارشونو د اورېدو تر څنګ د دې پروسې پر وړاندې شته ستونزې و ارزولي او د لرې کولو په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې او اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړي د نولیکنې له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو د نوملیکنې پروسې ټول اخلاقي قواعد او اصول په پام کې ونیسي او له محصلینو سره ښه چلند وکړي. د یادونې وړ ده، چې په روان کال کې «7107» تنه د کانکور ملي ازموینې له لارې د کابل پوهنتون مختلفو پوهنځیو ته لاره پیدا کړه او د دې پوهنتون د تېرې خبرتیا پر بنسټ د روانې میاشتې تر ۱۷ نېټې پورې به د دوی نوملیکنه او پوهنځیو ته د پېژندنې بهیر دوام ومومي.